د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د مذهبي ازادۍ پر سرغړونو د امریکا رپورټ رد کړ


پاکستاني عیسویان په لاهور کې د لږکیو ورځ لمانځي. ۲۰۱۸، ۱۱ اګست
پاکستاني عیسویان په لاهور کې د لږکیو ورځ لمانځي. ۲۰۱۸، ۱۱ اګست

پراګ ـ پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د مذهبي ازادیو سرغړوونکو هېوادونو په لېسټ کې شاملېدل غندلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر ۲۴مې شپې ناوخته په یوه بیان کې دا اقدام ''یو اړخیز او بې منطقه'' بللی او دا عمل یې ''مشکوکه'' ګرځولی دی.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان ترڅنګ پېنځه نور هېوادونه د ۱۹۹۸ز کال له نړیوالې مذهبي ازادۍ قانون سره سم د ''ځانګړې اندېښنې هېوادونو'' په لېسټ کې واچول.

بیان ویلي ول چې هغه هېوادونه یا خو ''د مذهبي ازادیو په سېسټماټیک، جاري او لویو سرغړونو'' کې ښکېل دي او یا یې زغمي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې دا اقدام نه یوازې له ''ځمکنیو واقعیتونو لرې'' وباله بلکې د دې عمل ''شفافیت او کره والی یې هم تر پوښتنې لاندې'' راوست.

پر پاکستان زیاتره وخت هلته د لږکیو سره د توپیري چلند او پېغمبر ته سپکاوي په قانون کې د مرګ په سزا انتقادونه کیږي.

اسلام اباد ویلي، امریکا په لیسټ کې پر اچولو ځینې هیوادونه په هدف کړي دي او دا ښایي مذهبي ازادۍ ته د ودې ورکولو په پروسه کې مرسته ونه کړي.

پاکستان په دې هم غصه دی چې هند په هغه لیسټ کې نشته چرته چې په ورستیو سلګونه زره خلک د شهریت د نوی قانون پر ضد احتجاجونه کوي او د مسلمانانو سره یې توپیري چلند مترادف ګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روسیه او ازبکستان د ''څار په هغه ځانګړي لیسټ'' کې اچولي دي چې''حکومتونه د مذهبي ازادیو لویو سرغړونو کې ښکیل دي او یا یې زغمي''.

واشنګټن وایي، د هیوادونو هغې لیسټ ته اچونه د امریکا د هغه هوډ څرګندونه کوي چې د مذهب او عقیدې د ازادۍ د خوندیتوب لپاره یې لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG