د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: حکومت نیب د اپوزیشن سیاستوالانو ضد کاروي


بلاول بوټو زرداري وویل، نیب پروېز مشرف جوړه کړې وه
بلاول بوټو زرداري وویل، نیب پروېز مشرف جوړه کړې وه

پېښور - د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا تور پورې کړی چې د احتساب قامي اداره (نیب) د اپوزیشن سیاستوالانو په نښه کولو لپاره کارېږي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې د ګوند غړو ته په وینا کې وویل، د احتساب قامي اداره پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف جوړه کړې وه چې هغه هم دې موخې لپاره کاروله.

هغه حکومت ته په اشاره وویل: "دا د نیب اداره چې تاسې یې پر سیاسي مخالفانو د فشار لپاره کاروئ، له دې لارې نه مشرف بریا ترلاسه کړای شوه، او نه به یې تاسې ترلاسه کړئ. د پیپلز ګوند سیاستوالان ډېر زړور او وفادار دي، د نیب له نوټسونو نه ډارېږي."

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې پر فشار سربېره به د ډېسېمبر پر ۲۷مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې جلسه کوي.

د ۲۰۰۷ز کال د ډېسېمبر پر یاده نېټه د نوموړي مور او د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو په لیاقت باغ کې تر جلسې وروسته په حمله کې وژل شوې وه.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې یو خو نیب په خپلو چارو کې خپلواکه ده او بل د اپوزیشن سیاستوالانو پر ضد مقدمې یې تر واکمنۍ مخکې جوړې شوې وې.

حکومت د بلاول بوټو زرداري تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG