د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله وايي، د نړۍ ۱۳ کروړه نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

ملګرو ملتونو د سولې نړیوال نوبېل جایزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د دې لسيزې تر ټولو کم عمره مشهوره جينۍ ګرځولې.

ملګري ملتونه وايي، ملالې يوسفزۍ به لا په وړوکوالي د جينکو زدکړه لپاره ږغ پورته کاوه او د طالبانو ظلمونو به یې په ډاګه کول.

ملالې يوسفزۍ د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو وويل چې مخکې به يې يوازې د سوات د جينکو د تعليمي حقونو لپاره هلې ځلې کولای، ولې اوس د نړۍ هغه ۱۳کروړه جينکو لپاره مبارزه کوي چې سکولونو ته نه ځي:

''زما د دې لسيزې مبارزې وښوده چې د مبارزې لپاره عمر شرط نه دی او هر څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کولای شي. بله دا چې جينکو ته به پر خپل ځان باور کول وي ځکه چې له دې پرته هغو سره بله لار نشته.''

د ملالې يوسفزۍ پلار او مدني فعال ضياالدين يوسفزي د ډېسېمبر پر۲۶مه مشال راډیو وويل چې ملګرو ملتونو ملاله يوسفزۍ د دې لسيزې تر ټولو مشهوره جينۍ ځکه ګرځولې چې هغې دا تاثر ختم کړ چې ماشومان د خپلو حقونو لپاره مبارزه نشي کولای او دوايمه دا چې ملالې د جينکو د تعليم او حقونو لپاره مبارزه کړې.

ضياالدين يوسفزی وايي، په تېرو شاو خوا شپږو کلونو کې له ملاله تعليمي فنډ شاو خوا ۱۷ ميلينه ډالره په تعليم مصرف شوي چې پکې څه باندې ۵۰ فيصده په پاکستان کې لګول شوي دي:

''موږ په شانګله کې غټ سکول جوړ کړی چې پکې جينکو ته وړيا تعليم ورکړل کېږي. موږ د ګل مکۍ چېمپينې (اتلانې) په پاکستان او افغانستان دواړو کې لرو. زموږ ايجوکېشن فار افغانستان (افغانستان لپاره تعليم)) سازمان هم ډېر ښه روان دی.''

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې او مدني فعالې ثنا اعجاز د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې په تېره يوه لسيزه کې په پښتنه سيمه د ملالې يوسفزۍ د مبارزې اثر دا دی چې د پخوا پرتله اوس ډېرې مېندې پلرونه خپلې لوڼه سکولونو ته ليږي:

''اوس مور پلار خپلو لوڼو ته د سپورټس، تعليم، هنر او د ژوند په نورو څانګو کې د ونډه اخسو موقعې ورکوي.''

ملګرو ملتونو د ډېسېمبر پر۲۳مه په خپله ويبپاڼه د ۲۱ پېړۍ دوهمه لسیزه یانې له ۲۰۱۰ څخه ۲۰۱۹ز کال پورې چې په څو ورځو کې به ۲۰۲۰ز کال ته واوړي په ياده موده کې د نجونو زده کړو لپاره د ملالې يوسفزۍ مبارزه، په هېټي کې راغلې زلزله او د شام شخړه ياده کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د سوات ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته چې د سکول په ګاډي کې له نورو جینکو سره روانه وه.

پر ملالې برید هغه په نړیوالې کچه مشهوره کړه، ګڼې نړیوالې جایزې ورکړل شوې او په ۲۰۱۴ز کال يې د هند له کيلاش سيتيارتي سره په ګډه د سولې نړیوال نوبېل جایزه هم وګټله.

ملاله په ۲۰۱۷ز کال کې د ملګرو ملتونو د سولې او په ځانګړي ډول د نجونه تعليم استازې وټاکل شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG