په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر او د هغه څلور ملګري د ترهګرو لپاره د پېسو برابرولو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي.
د پاکستان پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري له زندانه د هغه د پلار خوشي کېدلو لپاره د ضمانت منظورېدو هرکلی کړی دی.
امريکا د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنې تورن د پاکستاني پوليسو پر پخواني افسر راو انوار بنديزونه لګولي دي. دا اعلان پرون د امريکا د خزانې وزارت د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت سره وکړ.
د مسلم لېګ (ن) يو مشر خواجه اصف ويلي د درغليوو په تور نيول شوي د دوی مشران سياستوال پارليمان ته نه وروبلل کېږي نو ځکه له حکومت سره همکاري نه کوي.
په پاکستان کې د روپۍ ارزښت د امريکايي ډالر پر پرتله لوړ شوی دی، د ډيسمبر پر نهمه د بازار له بندېدو سره په پاکستانيو بانکونو کې يو ډالر په يو سل څلور پنځوس روپۍ او اويا پېسو بدلېدو.
د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
ټيليفوني خبرو کې اختر مینګل او جهانګیر ترین په دې سلا شول چې د دواړو غاړو مرکچيان به د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه په ملاقات کې دا خبرې څېړي.
حکومت د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لیسټ څخه د لرې کېدو په لړ کې د ۱۱۳ مدرسو انتظامي کنټرول اخیستو ترڅنګ ځيني نور ګامونه هم پورته کړي
په پاکستان کې د عمران خان پر حکومت نیوکې کېږي چې د تېرو څو کلونو پرتله اوس ګراني ډېره زیاته شوې ده او د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزشن ګوندونه وايي، د پارليماني چارو پرمخ وړلو په وړاندې لوی خنډ واکمن تحریک انصاف ګوند دی.
مسلم لیګ ن تور پورې کوي، چې وزیر اعظم د الیکشن کمېشن د مشر په مقرررولو کې د دوی تجویزونه په پام کې نه نیسي.
دا خبره د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ د اسلام اباد یوه ځانګړي عدالت پر داسې مهال وکړه چې حکومت د قضیې لپاره د خپلو نویو وکیلانو ډله وټاکله.
نور وښیئ