د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال پر ۱۳ ورځني ریمانډ احتساب ادارې ته وسپارل شو


د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ احسن اقبال
د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ احسن اقبال

د اسلام اباد احتساب عدالت د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ احسن اقبال د ۱۳ ورځو په جسماني ريماڼد احتساب ادارې ته سپارلی، نوموړی په دوشنبه د درغلیو په یوه مقدمه کې نيول شوی، نن يې احتساب عدالت د جسماني رېمانډ منظوري ورکړه.

یادې ادارې پر نومومړي تور پورې کړی دی چې د پنجاب په ناروال ضلع کې یې د لوبو میدانونو په یوه پروژه کې درغلۍ کړې دي. خو احسن اقبال دغه تورنه ردوي.

احسن اقبال ويلي، له نیبه یې غوښتنه ده چې د ناروال سپورټ کمپليکس مقدمه دې د رسنيو پر وړاندې وچلوي او هر څه چې ترې پوښتي هغه دې د کېمرو مخې ته وکړي


احسن اقبال د ګل په ورځ ناروال سپورټس سټي کمپليکس قضيه کې خپل بيان ثبتولو لپاره نيب دفتر ته ورغلی وو چې وروسته یې ونیولی.

پر احسن اقبال تور دی چې د پنجاب صوبې په ناروال ښار کې یې د لوبو يو کمپليکس جوړولو کې د شپږو اربو روپو درغلي کړې ده. خو احسن اقبال تور ردوي او وايي پر ټوله پروژې تر اوسه يواځې دوه نيم اربه روپۍ خرڅ شوي دي نو څنګه پکې د شپږ اربو روپیو درغلي شوې ده.

تر نيولو وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې احسن اقبال وويل، له نیبه یې غوښتنه ده چې د ناروال سپورټ کمپليکس مقدمه دې د رسنيو پر وړاندې وچلوي او هر څه چې ترې پوښتي هغه دې د کېمرو مخې ته وکړي چې پر دوی لګېدلي تورونه د پاکستان ولس ته هم جوت شي. نیب له سوچ کول پکار دی چې دا حکومت يې نوم د خپلې ايجنډې لپاره استعمالوي او ذه عمران خان ته داواضحه پيغام ورکول غواړم چې مسلم ليګ ن يې له دې دړکو څخه نه وېريږي.

د احسن اقبال نيولو وروستو مسلم ليګ ن يو وارې بيا پر حکومت د انتقامي سياست کولو تورونه لګولي دي. د ياد ګوند وياندې مريم اورنګزېب په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل وفاقي حکومت نیب د سياسي انتقام او خپلې ايجنډې لپاره استعمالوي. که حکومت يې د ګوند څومره غړي هم نيول غواړي نو ګرفتاره دې کړي خو دوی به د خپل ګوند له نظريي پرشا نه شي.

بلخوا د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د احسن اقبال ګرفتاري په غندلو سره ويلي دي حکومتي وزيرانو ته د وړاندې څخه څنګه معلوم شي چې څوک نيولې کيږي؟ حکومت دې د انتقامي کاروايانو نه ډډه وکړي.

خو د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد بيا پاکستاني رسنيو ته وويل د مسلم ليګ ن ترجمانانو دا دريځ مخې ته راغلی چې احسن اقبال ته له څو ورځو معلومه وه چې نيول کيږي نو ظاهره ده چې چا درغلي کړي وي نو هغه ته به معلومه وي چې نيول کيږي او که نوموړی وايي چې هيڅ یې نه دي کړي نو بيا یې د نیب سوالونو ته ځوابونه ویلی وای.

د نوموړي په وينا د اپوزيشن هر يوغړې چې د درغلۍ په تور ونيولې شي نو بيا دوي عمران خان په نښه کوي او په حکومت نيوکې کوي.

د يو بل خبر له مخې لاهور های کورټ نن د منشياتو په مقدمه کې د مسلم ليګ (ن) د يو بل مخکښ رانا ثنا الله ضمانت منظور کړ. د منشياتو مخنيوي ځواک د روان کال په جولای مياشت کې رانا ثناء الله د نشه يي توکیو ساتلو په تور ونيولو خو نوموړي دغه تورونه رد کړي وو. د رانا ثنا الله پرضد په ځانګړي عدالت کې مقدمه روانه ده او دا وخت په جسماني رېماڼد په جېل کې دی.

د ذکر ده چې د احتساب قامي ادارې په تېرو وختونو کې د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف، د هغه لور مريم نواز، د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف او د هغه زوی حمزه شهباز، پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د رېلوې پخوانی وزير خواجه سعد رفيق او د خزانېپخوانی وزير مفتاح اسماعيل هم ګرفتاره کړي ول خو وروسته بيا اسلام اباد های کورټ او لاهور های کورټ نواز شريف، مريم نواز، شهباز شريف، اومفتاح اسماعيل په ضمانت خوشې کړل او نور دا مهال هم له نیب سره پر ريمانډ دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG