د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د غچ اخیستو تګلاره پرېږدي: بلاول بوټو


بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

د پاکستان دوو اپوزېشن ګوندونو يو ځل بيا پر حکومت غږ کړی چې د غچ اخیستنې خپله تګلاره دې پرېږدي.

د پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري ويلي حکومت د دوی خلاف د احتساب قامي اداره استعمالوي نو ځکه د دغې ادارې جوړو کړو مقدمو کې تحقیقاتو ته نه حاضرېږي.

په همدې حال کې د مسلم لېګ (ن) يوې مشرې مريم نواز لا هم د هغو کسانو له لیسته نه دی اېستل شوی چې له هېواده بهر ته د سفر بندیز پرې دی.

د عمران خان حکومت او احتساب اداره د جانبدارۍ او سازش تورونه ردوي. بشير ګواښ په دې اړه نور معلومات درته وړاندې کوي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري وايي دی د ډېسېمبر پر۲۴مه احتساب عدالت ته ځکه نه وړاندې کېږي چې د هغه په خبره د درغليوو مقدمې سياسي دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر۲۳مه په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل حکومت غواړي دوی د دیسمبر په ۲۷مه په پينډۍ کې هغه جلسه ونه کړي چې د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو د تلين به مناسبت یې پلان کړې ده.

نوموړي زياته کړه: "په ۲۴ نېټه زه نیب ته نه حاضرېږم. پر ما چې کوم تورونه لګول شوي، زه هغه په سختۍ سره ردوم. د دې ملک او د دې حکومت هيڅ طاقت زموږ لاره نه شي بندولی. موږ به پينډۍ ته د جلسې لپاره ځو. که موږ ۷۲ کسان يو او که دوه ايا زره کسان يو. خامخا به ځو."

د بلاول بوټو پلار او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او د زرداري خور فريال تالپور ته د جعلي اکاونټونو څخه د پېسو د لېږد رالېږد په مقدمه کې ضمانت شوی دی. خو مقدمه روانه ده.

احتساب عدالت غواړي په همدې اړه له بلاول څخه پوښتنې وکړي. احتساب قامي ادارې او حکومت همېشه دسازش کولو تورونه رد کړي او وايي د درغليوو مقدمې پر انصاف ولاړې دي.

په همدې حال کې حکومت ويلي چې د يو بل اپوزېشن ګوند، مسلم لېګ (ن) سياستوالې او پخواني وزيراعظم نوازشريف لور، مريم نواز ته له هېواده د بهر وتلو اجازه نه ورکوي.

هغې ته د درغليوو په يوه مقدمه کې اووه کاله سزا اورول شوې خو اوس په ضمانت خوشې شوې ده.

هغې له عدالته غوښتي چې په لندن کې تر درملنې لاندې ناروغ پلار ليدو لپاره تلل غواړي نو د سفر اجازه دې ورکړل شي.

د مريم نواز په درخواست، لاهور های کورټ د ډېسېمبر په ۲۳مه حکم کړی چې حکومت دې په دې اړه هغې ته خپله پرېکړه واضحه کړي.

په همدغه ورځ د حکمران ګوند، تحريک انصاف يو مشر بابر اعوان اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د دوی موقف واضحه دی.

"د پاکستان تحريک انصاف په مرکزي کمېټه کې پرېکړه شوې چې هيڅ سزا شوی کس به بهر ته د حکومت په اجازه نه ځي. خو که داسې غوښتنې روانې وي نو بيا دې د پارليمانه يو قانون منظور کړي چې ووايي هر څوک چې د پلار سره ملاقات له تلل غواړي، اجازه ده ورته! دا به نو بيا بېله خبره وي."

د مسلم لېګ (ن) ګڼ مشران د درغليوو په هغو کېسونو کې نيول شوي چې دوی یې سياسي بولي او ردوي یې.

مريم نواز ته له هېواده بهر ته د تګ اجازت نه ورکولو له وجې، د دې ګوند مشر شهباز شريف د ډېسېمبر په ۲۳مه په لندن کې خبريالانو سره خبرو کې پر وزیراعظم عمران خان سختې نيوکې وکړي.

هغه زياته کړه: "دا د عمران خان د غچ اخیستنې پاليسي ښيي. په دې پاليسۍ کې بدترينه پستي ده. دا د دغه سوچ او ذهن زېږنده يا پېداوار دی."

وزيراعظم عمران خان وايي ملک له درغليوو پاکول غواړي نو ځکه بايد د تېرو حکومتونو چارواکو سره حساب کتاب وشي. خو اپوزېشن سياستوال دا د دوی د سياسي فعاليت مخنيوي يو سازش بولي.

دوی دريځ لري چې عمران خان د خپل ګوند غړو پر درغليوو سترګې پټې کړي او يوازې مخالفه سياستوال ورته ښکاري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG