د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهب سپکاوي تورنو کسانو پر کورنیو څه تېرېږي؟


پاکستان کې د مشال خان د وژنې پر ضد مظاهره (ارشېف عکس)
پاکستان کې د مشال خان د وژنې پر ضد مظاهره (ارشېف عکس)

د پنجاب د راجن پور اوسېدونکی جنيد حفيظ له تېرو شپږو کالونو راهیسې د زندان د "يوازېتوب په خونه" کې پروت دی.

خو د هغه د مور او پلار لپاره خپل کلی او کور په زندان بدل شوي دي.

پر جنيد حفيظ د مذهب سپکاوي تور د هغه او د کورنۍ ژوند يې د تل لپاره پر بل اړخ واړاوه.

هغه د ملتان د بها الدين ذکريا پوهنتون د انګرېزي ادب د څانګې استاد وو چې په ۲۰۱۳ز کال کې ورباندې ځينو زده کوونو د مذهب د توهين تور پورې کړ.

په تېرو شپږو کلونو کې مې يوه ورځ داسې نه ده ياده چې زما مېرمن يا زه به د چا لاس نيوې يا واده ته ورغلي یو.
حفيظ النصير

نوموړی هم د هغه کال د مارچ پر ۱۳مه ونيول شو او په عدالت کې يې مقدمه پیل شوه.

تر شپږ کلنې عدالتي کارروايۍ وروسته د ملتان عدالت د ډېسېمبر پر ۲۱مه جنيد حفيظ د مذهب سپکاوي په مقدمه کې مجرم وګرځاوه او د مرګ سزا يې ورته واوروله.

خو د خپل زوی د بېګناه ثابتولو شپږ کلنو کړاوونو د حفيظ النصير د کورنۍ ټولنيز او اقتصادي ژوند په ټپه درولی دی:

"په تېرو شپږو کلونو کې مې يوه ورځ داسې نه ده ياده چې زما مېرمن يا زه به د چا لاسنيوې يا واده ته ورغلي یو."

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي موضوع دومره حساسه ده، که يو ځل پر یوچا دغه تور پورې شي نو که وروسته درواغ هم ثابت شي، د هغه کس او د کورنۍ د ژوند کولو ټول امکانات صلب شوي وي.

د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ په مياشت کې په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو پېنځه فعالان ورک شول چې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او بشري حقونو تر احتجاجونو وروسته څه موده وروسته خوشې شول.

د مدنې ټولنې فعالينو د مظاهرې پر مهال د عاصم سعيد، وقاص ګورايا او سلمان حېدر د عسکونو بېنر نيولی
د مدنې ټولنې فعالينو د مظاهرې پر مهال د عاصم سعيد، وقاص ګورايا او سلمان حېدر د عسکونو بېنر نيولی

په دوی کې وقاص ګورايا هم وو چې دا وخت په نېدرلینډز (هالینډ) کې دی.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۲مه، مشال راډیو ته وويل، کله چې د برمته ګرو په قيد کې وو نو ورته مالومه نه وه چې دباندې څه روان دي خو کله چې خوشې شو نو خبر شو چې د پاکستان پر ټولنيزو رسنيو او ټېلېوېژونو باندې یې پر ضد د مذهب سپکاوي پراخ تبليغات شوي ول:

زه چې له راخلاصېدو وروسته لندن ته راغلم نو د خلکو له وېرې تر شپږو مياشتو پورې په خپله سيمه کې د ورځې پر مهال له کوره نه راوتلم.
عاصم سعيد

"ګاونډيان او خپلوان مې پلار ته راغلل او مشوره يې ورکړه، چې په خبرې غونډه کې اعلان وکړه چې وقاص زما زوی نه دی او که داسې ونکړې نو خلک به دې ووژني."

د ټولنيزو رسنيو دغو فعالينو د تښتونې تور د پاکستان پر جاسوسي ادارو ولګاوه چې د دوی په ادعا د قيد په دوران کې يې ورباندې "سخت تشدد" کړی وو خو پوځ او د هغه وخت حکومت دا تورونه رد کړي دي.

له راخلاصېدو سره سم، د اسلام اباد د سره جومات زده کوونکو د دوی پرضد د مذهب سپکولو مقدمه درج کړه خو د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر په مياشت کې اسلام اباد های کورټ ته د پاکستان پلټنو فېدرالي ادارې (اېف ای اې) وويل، د دوی پلټنو ښوولې چې دغه کسان بېګناه دي او د مذهب سپکاوي يې نه دی کړی.

په دوی کې عاصم سعيد برتانیا، وقاص ګورايا هالېنډ او سلمان حیدر کېنېډا ته ولاړل.

دوی پاکستان پرېښود خو پر عدالتي بېګناهۍ سربېره هم له فشارونو خلاص نه شول.

عاصم سعيد مشال راډيو ته وويل چې د مذهب سپکاوي تور سرحدونه نه لري:

"په لندن کې مېشت پاکستانيان په پاکستان کې تر اوسېدونکو مسلمانانو زيات سختدریځه دي. زه چې تر راخلاصېدو وروسته لندن ته راغلم نو د خلکو له وېرې تر شپږو مياشتو پورې په خپله سيمه کې د ورځې مهال له کوره نه راوتلم."

وقاص او عاصم ځانونو په بهر هېوادونو کې خوندي نه احساسوي خو په پاکستان کې يې مېشتې کورنۍ د خلکو له پېغورونو او دړکو سره نن هم مخامخ دي.

ما به هر کال ۱۰۰ کسان حج او اته يا نهه سوه کسان عمرې ته استول چې له دې لارې به مې هر کال ۱۰ يا ۱۲ کروړه روپۍ ګټلې خو پر زوی د مذهب تر تورونو لګېدو وروسته خلک وايي تاسې کافران ياست نو له دې کبله مو کاروبار ختم شوی دی.
حفيظ النصير

وقاص ګورايا وايي چې ورور او خويندې يې چا ته نشي ويلای چې وقاص يې ورور دی او د ده په خبره، تره چې يې جومات ته ولاړ نو هغو خلکو ورسره سلام دعا و نه کړه چې کلونه، کلونه یې پېژندل.

د ګورایا پلار او مور د وېرې او ګواښونو له وجې څو، څو ځلې کور بدل کړ او بالاخره یې پاکستان پرېښود.

هم دغه حال د عاصم سعيد د کورنۍ هم دی.

د هغه کورنۍ د لاهور په يوه سيمه کې له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې ژوند کوي خو چې کله په عاصم پسې د مذهب سپکاوي تبليغات وشول نو خلکو يې پر کور ډزې وکړې:

"څو ګاونډیو ځوانانو زموږ د کورنۍغړيو د وژلو تکل وکړ خو بيا د جومات امام او نورو خلکو هغه راوغوښتل او چې کله يې ورڅخه ثبوت وغوښت نو ويل یې چې ثبوت نه لري او موږ هر څه په ټېلېوېژن اورېدلې او یقين مې دی چې ټېلېوېژن درواغ نه وايي."

د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷ز کال په اپرېل کې پارېدلو ځوانانو په وهلو، وهلو وواژه.

پر هغه هم د مذهب د توهين تور ولګول شو خو وروسته د پوليسو پلټنو او ترهګرۍ ضد عدالت هغه بېګناه وګرځاوه.

د هغه تر وژلو وروسته چې کله اوازه خوره شوه چې مشال خان د مذهب سپکاوی کړی نو د جومات د امام په غږ د چم، ګاونډ خلکو د هغه په جنازه کې له ګډونه انکار وکړ.

خو وروسته چې ریښتيا مالوم شول نو کليوالو بخښنه وغوښته.

اقبال خان وايي، د زوی تر مرګ وروسته يې د وېرې له کبله تر يوه نيم کاله پورې دواړه لوڼه کالجونو ته نه ولاړې.

د مذهب سپکاوي تور چې پر چا ولګېږي نو نه يوازې د هغه کس او کورنۍ يې ټولنيز ژوند اغېزمن شي بلکې کاروبار يې هم په ټيه وردرېږي.

پاکستان زياتره وخت سختدريځه مذهب ډلې د مذهب سپکاوي په اړه مظاهرې کوي.(ارشېف عکس)
پاکستان زياتره وخت سختدريځه مذهب ډلې د مذهب سپکاوي په اړه مظاهرې کوي.(ارشېف عکس)

د مشال خان پلار به د پاکستان په شمالي سیمو کې سوداګري کوله چې د ده په خبره، تر دې پېښې وروسته يې ۷۵ فيصده کاروبار له منځه تللی.

د جنید حفیظ پلار پر تېرو څه د پاسه شپږو کلونو کې د زوی پر مقدمه تر يو کروړ روپۍ زياتې خرڅې کړې دي.

هغه د خلکو حج او عمرې ته د لېږدولو کاروبار کاوو خو پر زوی يې د مذهب سپکاوي تور وروسته کاروبار ختم شو:

"ما به هر کال ۱۰۰ کسان حج او اته يا نهه سوه کسان عمرې ته استول چې له دې لارې به مې هرکال ۱۰ يا ۱۲ کروړه روپۍ ګټلې خو پر زوی د مذهب تر تورونو لګېدو وروسته خلک وايي تاسې کافران ياست نو له دې کبله مو دا کاروبار ختم شوی دی."

د بشري حقونو سازمانو او د حقونو فعالان وايي چې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون زياتره وخت د سياسي انتقام په توګه کارول شوی دی.

حفیظ النصير يوه چاپه خانه هم درلوده خو د هغې ګټه وټه هم اوس ختم شوې ده.

د عاصم سعيد او وقاص ګورايا وروڼه له نوکريو ایستل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د حقونو فعالان وايي چې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون زياتره وخت د سياسي انتقام په توګه کارول شوی دی.

پر ۱۹۴۷ز کال د پاکستان له جوړېدو راهيسې د مذهب سپکاوي قانون د دې هېواد د ايين برخه وه خو په ۱۹۸۰مه لسيزه کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضيا الحق په قانون کې په ترميم کولو سره دا يو داسې جرم وګرځاوه چې سزا يې مرګ ده.

په لاهور کې د ټولنيز انصاف لپاره کارکوونکی مرکز سېنټر فار سوشل جسټس وايي چې له ۱۹۸۷ او ۲۰۱۷ز ترمنځ تر ۱،۵۰۰ زياتو کسانو باندې د مذهب سپکاوي تور پورې شوی دی.

د سازمان په خبره، په دې کې ۷۵ کسان ماورای عدالت وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG