د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروېز مشرف د مرګ سزا په لاهور های کورټ کې چېلنج


پروېز مشرف
پروېز مشرف

پراګ - د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف له خوا د لاهور په های کورټ کې په داخل کړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې ده چې هغه ته اورول شوې د مرګ سزا دې کالعدمه وګرځول شي.

د نوموړي وکیل اېډوکېټ اظهر صدیق های کورټ ته په ورکړي درخواست کې د ځانګړې عدالت د پرېکړې ردولو لپاره یو شمېر دلیلونه وړاندې کړي دي.

په درخواست کې ویل شوي چې یو خو پروېز مشرف ته اورول شوې د مرګ سزا په پرېکړه کې بې قاعدګۍ او تضادات دي او بل هغه ته د خپلې دفاع موقع نه وه ورکړل شوې.

په درخواست کې دا هم ویل شوي کله چې پروېز مشرف ایین معطله کړی وو په هغه وخت کې د پاکستان له ایین سره سم د ایین معطلي غداري نه وه بلکې دا دفعه په ۲۰۱۰م کال کې ور اچول شوې ده.

د پاکستان د سپریم کورټ وکیل اېډوکېټ شاه خاور مشال راډیو ته وویل چې د پروېز مشرف د غدارۍ مقدمې اورېدلو لپاره ځانګړی عدالت د سپریم کورټ د امر په رڼا کې جوړ شوی وو.

ده وویل، سپریم کورټ امر کړی وو چې حکومت دې د ایین خلاف ورزۍ او سنګینې غدارۍ مقدمه عدالت ته ور وړاندې کړي.

نوموړي وویل، د لاهور های کورټ د دې مقدمې اورېدو واک نه لري بلکې د دې لپاره د اپیل کولو ځای د پاکستان سپریم کورټ دی.

'چې کوم ځانګړی عدالت وو، هغه خو خپله پرېکړه کړې ده او اوس که پروېز مشرف او د هغه وکیلان وغواړي نو په سپریم کورټ کې اپیل کېدای شي. زما په خیال خو د لاهور های کورټ د سنګینې غدارۍ په شق کې د پرېکړې کولو اختیار نه لري.'

پروېز مشرف ته د ایین ماتولو په تور کې د مرګ سزا د ځانګړي عدالت جج جسټس وقار احمد سېټ د ډېسېمبر پر ۱۷مه اورولې وه.

د پروېز مشرف له خوا لاهور های کورټ ته په وړاندې شوي درخواست کې دا خبره هم شوې ده چې د وقار احمد سېټ د پېښور های کورټ چیف جسټس وو او چیف جسټس د ځانګړي عدالت جج نشي کېدای.

خو د پاکستان پخوانی لوی څارنوال یا اېډوکېټ جنرل افتخار ګېلاني وویل چې د پروېز مشرف د وکیلانو دا دلیل سم نه دی.

''قانون دا نه وایي بلکې که چیف جسټس وي او که جج وي ، هغوي چې په عدالت کې کښېني نو فرق پکې نه وي ، سېنیر پکې چیف جسټس وي خو په پرېکړو او اختیاراتو کې یې هیڅ فرق نه وي.''

د اسلام اباد های کورټ وکیل اېډوکېټ عبدالرحیم وزیر وايي ، د یو عام ملزم پرتله پروېز مشرف ته د دفاع لپاره ډېره موقع ورکړل شوې وه.

د اېډوکېټ عبدالرحیم وزیر په وینا ، د دې پر اساس دی ویلای شي چې د ځانګړي عدالت پرېکړه له قانوني پلوه ډېره دقیقه او پر ځای پرېکړه وه.

''د مثال په توګه ، ځانګړي عدالت د مقدمې اورېدنې پر مهال ټولې قانوني تقاضې پوره کړې وې بلکې د یو عام ملزم پرتله یې پروېز مشرف ته څو چنده زیاتې موقعې ورکړې وې چې ورشي او خپله دفاع وکړي نو ځکه زما په فکر کې دوي لوړ عدالت ته لاړ شي هم نو به دا پرېکړه پر ځای وساتل شي.''

اوس پوښتنه دا ده، که د پروېز مشرف وکیلان سپریم کورټ ته ولاړ شي نو به هغه ته د اورول شوې مرګ سزا انجام څه وي؟

اېډوکېټ شاه خاور وویل، د انجام په اړه څه نه شي ویل کېدای خو د دې امکان شته چې د ټولې مقدمې اورېدنه له سره وشي.

''که د پروېز مشرف وکیلان سپریم کورټ ته د دې په ثابتولو کې کامیاب شو چې ځانګړي عدالت دوی ته د دفاع موقع نه ده ورکړې او یا نورې قانوني ضابطې نه دي پوره شوې نو د دې امکان شته چې سپریم کورټ دا سزا منسوخه کړي او حکومت ته ووايي چې مقدمه دې بیا ځانګړي عدالت ته وړاندې شي او له سره دې اورېدنه وشي.''

د لاهور های کورټ د پروېز مشرف له خوا د ورکړي درخواست اورېدو لپاره د ججانو نهه کسیزه جرګه جوړه کړې ده. د دې درخواست لومړۍ اورېدنه به د جنورۍ پر نهمه نېټه کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG