د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګېس کمي ولس پرېشانه کړی


تصویر له ارشیفه پېښور کې ځینې کسان په اور ځان تودوي

په پاکستان کې د ېخني زياتيدو سره د ګيس لوډشېډنګ يو وارې بيا زيات شوې دې او په مجموعي توګه کموالې يې ۶۰۰ میليونه ميټرک کيوبک فټ ته رسېدلی دی چې لوجې يې خلک له مشکلاتو سره مخامخ دي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د خلکو وینا وه له تېرې قريبا يوې مياشتې راهیسې خو سهار او ماښام بې له ناغې د ګيس لوډشېډنګ شورو دی او حکومت چې د ورځې کوم ګيس راپرېږدي نو د تيرو څو ورځو نه خو د هغې پريشر هم ډېر کم وي. حکومت ته خواست کوي چې په ورځ کې دې يو څو ساعتو لپاره ګېس پورا پرېشر سره راپرېږدي چې اخلی پخلی پرې کوي.

په پاکستان کې خلک هر کال په ژمي کې د ګيس او په اوړي کې د بجلۍ کموالي سره مخ وي چې پرضد يې کله نا کله احتجاجي مظاهرې هم کوي.


په اسلام اباد کې ميشت بشری بي بي وايي د کله نه چې ېخني شورو شوي ده نو د ګيس لوډشيډنګ شورو دی او خصوصا له تېرو څو ورځو راهيسې خو د لوډشيډنګ سره سره د ګيس پرېشر هم ډېر کم دی او دا وجه ده چې نه خو د خپلو ماشومانو او د کور نورو غړیو لپاره ناشته تيارولی شو او نه پرې اخلې پخلی کېږي، ډېر زیات مشکلات دي.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼه د سويي ناردرن ګيس پايپ لاين لميټډ د يوه چارواکي لخوا ليکي په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د ګيس لوډشيډنګ غټه وجه نه یوازې غلا بلکې په تيزۍ سره یې په طلب کې اضافه هم ده.

د وزيراعظم داطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان پرون د اتوار په ورځ په سيالکوټ کې خبري غوندې ته وويل نن سبا د ګيس پريشر ډېر کم دی او حکومت ته يې احساس شته او دا وجه ده چې وزيراعظم عمران خان متعلقه وزارت ته هدايات جاري کړي دي چې کورنيو صارفينو ته دې ګيس بې له ځنډه رسول باوري کړي.

د نوموړې وينا وه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده، سږ کال په پاکستان کې ېخني ډېره زياته ده او د پروسږ کال په نسبت سږ کال د ګيس په استعمال کې دوه نيمه فيصده اضافه شوې ده نو چې طلب زيات شي او ګيس کم وي نو ظاهره ده چې کورني صارفين به هم بيا لږ مشکلات لري.

د يادونې ده چې په پاکستان کې خلک هر کال په ژمي کې د ګيس او په اوړي کې د بجلۍ کموالي سره مخ وي چې پرضد يې کله نا کله احتجاجي مظاهرې هم کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG