د مردان عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زدکوونکي مشال خان پلار د زوی د وژنې په تړاو د تورنو کسانو نيول ستايلي خو غوښتنه يې کړې ده چې د قتل اصل پلان جوړونکي دې هم په ګوته کړل شي. محمد اقبال شاعر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې هڅه روانه ده چې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې ځنډ رامنځ ته کړل شي چې د