د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان : له اساسي قانونه پرته د کومې مبارزې برخه نه یو


د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د خپل ګوند پر يوه بل مشر مولانا غفور حيدري د شوي بريد په غبرګون کې ويلي ، هيڅوک به هم دوي د پاکستان له اساسي قانونه پرته کومې مبارزې ته مجبوره نه کړي.

پرون (جمعه) په مستونګ ښار کې د سینیټ د مرستیال مشر مولانا غفور حیدري باندې په شوي برید کې ۲۶ کسان وژل شوي وو. تر برید وروستو اسلام اباد کې رسنیو سره د خبرو په وخت مولانا فضل الرحمن وويل، ګوند به يې د بريد پرضد د يکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې هړتال کوي.

نوموړي زیاته کړیده چې د هغه ګوند به له اساسي قانونه پرته د کومې مبارزې برخه نه جوړیږي او د ټولو دیني مسلکونو عالمانو د پاکستان پر ضد وسله وال فعالیت د شرعې خلاف کار ګڼلې دی.

هم پرون د پاکستان د سېنټ مشررضا رباني خبريالانو ته ويلي چې د سېنټ پر مرستيال مشر مولانا غفور حېدري بريد پر پارلمان حمله ده.

XS
SM
MD
LG