د لاسرسي ځای

پاکستان د يونس او مصباح آخري لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه


تر سيالۍ وروسته لوبغاړو يونس خان او مصباح الحق په اوږو اوچت کړل

د پاکستان يوانس خان او مصباح الحق پرون نړيوال ټیسټ کرکټ وروستئ لوبه په ويسټ انډيز کې وکړه. دا لوبه نه يوازې د دوی دواړو مشرانو لوبغاړو آخري سيالۍ په توګه تاريخي بلل کيږي بلکې دې سره پاکستان په لومړي ځل په ويست انډيز کې له کوربه هېواد څخه ټيسټ لوبې وګټلې.

د دريوو ټيسټ ميچونو دې لړۍ يوه سيالي پاکستان او بله ويسټ انډيز ګټلې وه. پرون د اتوار يا يکشنبې په مازيګر ډومينيکا کې شوې دې لوبه کې لومړی بيټينګ پاکستان وکړ او په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې يې د اظهر علي د ۱۲۷ منډو په مټ، ۳۷۶او په دوهمه پاڼۍ کې يې ۱۷۴ منډې وکړي. ويسټ انډيز يې په ځواب کې لومړی ۱۴۷ او بيا د ۳۰۴ منډو هدف په مقابل کې ۲۰۲ سکور وکړ. په دې توګه يې لوبه په ۱۰۱ منډو وبايلله.

يونس خان په دې سيريز کې لس زره منډې پوره کول سره لومړی پاکستانی لوبغاړی شو چې دغه لاس ته راوړنه کوي. د خيبر پښتونخوا مردان سره تعلق لرونکي ۳۹ کلنو، يونس خان ۱۱۸ ټيسټ لوبې کړې او لس زره نهه نوي منډې يې جوړې کړې دي.

يونس خان
يونس خان

​له ماشوموالي، د يونس خان ملګری جاوېد خان د خپل دوست په لاس ته راوړنو خوشاله دی. هغه مشال ريډيو ته وويل چې يونس خان ځکه په ښه وخت کې کرکټ سره مخه ښه کوي چې خپل لسو زرو منډو هدف يې پوره کړ. هغه زياته کړه: ((يونس خان په داسې وخت کې لوبه پريږدي چې په نړيواله کچه ډېر ښه نوم لري.))

د پاکستان د ټېسټ لوبې کپتان مصباح الحق هم تر دې سيالۍ وروسته نور نړيوال کرکټ نه کوي. د پنجاب ميانوالي سره تعلق لرونکي، درې څلويښت کلن مصباح الحق ۷۵ ټيسټ لوبو کې ۵۲۲۲ سکور کړی دی.

د پېښور اسلاميه کالج د کرکټ لوبډلې روزونکی او شنونکی علي هوتي د کپتان مصباح الحق او يونس خان تګ د پاکستان د کرکټ لپاره يوه داسې تشه بولي چې پوره کول به يې د هغه په خبره مشکله وي. هغه مشال ريډيو ته وويل: ((اوس بايد د پاکستان کرکټ بورډ د دې دواړو لوبغاړو له تجربو ګټه واخلي او نوي لوبغاړي پرې وروزي.))

مصباح الحق د پاکستان تر ټولو کاميابه ټيسټ کپتان بلل کيږي
مصباح الحق د پاکستان تر ټولو کاميابه ټيسټ کپتان بلل کيږي

يونس خان پنځه ورځني ټيسټ ميچونو کې ۳۴ ځله سل او ۳۳ ځله له پنځوسو زياتې منډې کړې دي.يونس خان په يوه پاڼۍ کې زيات ۳۱۳ رنزونه هم کړې چې ټريپل سينچري ورته ويل کيږي. همداراز مصباح الحق د پاکستان د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې تر ټولو غوره کپتان بلل کېږي چې ۱۰ ځله يې له سلو او ۳۹ وارې له پنځوسو څخه زياتې منډې کړې دي.

د پاکستان او ويسټ انډيز ترمنځه د درې مېچونو د ټيسټ سيريز په اخري لوبه کې د صوابۍ سره تعلق لرونکي، ياسرشاه اته لوبغاړي اوټ کړل او په سيريز کې د ۲۵ لوبغاړو په اوټ کولود سياليو غوره لوبغاړی وبلل شو.

ويډيو: يونس خان لس زره ټيسټ منډې پوره کړي

XS
SM
MD
LG