د چمن او سپین بولدک تر منځ نن په دويمه ورځ هم نه یوازې د خلګو د تګ راتګ لارې تړل پرتې دي بلکې دافغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي هلې ځلې هم په ټپه ولاړې دي. لارې له هغه وروسته تړل شوي چې تېره ورځ (جمعه) سهار وختي د دواړو هېوادونو تر منځ د ډزو په تبادله کې۱۵ کسان ووژل شول او ۶۷ نور ژوبل شول.