په داسې حال کې چې د قبایلي سیمو په سکولونو کې د ماشومانو د داخلو کمپاین روان دی، د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران خان افریدي وايي د دغه کمپاین ترڅنګه د سیمې په سکولونو کې د استاذانو حاضري یقیني کولو لپاره هم کمپاین کوي.
نوموړی وايي دې لړ کې یې د ځايي مشرانو جرګې جوړې کړي دي. دا چې په دې اړه قبایلي مشران، استاذان او د تعلیم څانګې مشران څه وايي؟ په لاندینۍ اډیو کې یې تفصیل اوریدلی شئ:
-
منور شاه
منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.