د لاسرسي ځای

د سي پېک منصوبې په اړه نوې دعوې، زراعت تر ټولو مهم جز دی


ولې له دې وړاندې ويل کېدل چې د دې منصوبې لويې برخې صنعتونه ،لوې لارې او د توانايۍ منصوبې جوړول ګڼل کېدل.

د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال د ګل په ورځ د ټولنيزو اړيکو پر وېبپاڼه ټوېټر په يو پېغام کې د ډان ورځپاڼې دا راپور رد کړی او ويلي يې دي چې دا يو نيمګړی او له حقايقو سره ناسم راپور دی. خو د پاک چين اقتصادي راهدارۍ په اړه يو شمېر څېړنې کوونکې غېرسرکاري ټولنې پښتونخوا اولسي تحريک مشر ډاکټر سېدعالم محسود دا خبر حقيقت بولي او وايي چې په دسمبر کې شوې د چين او پاکستان د مشترکه کمېټۍ (جی سي سي) د شپږمې غونډې ترمخه او د سي پېک د وېبپاڼې ترمخه دا هر څه رښتيا دي د کاريډور کوم نهه شيان وو هغه پنجاب ته وړل شوي دي او خېبرپښتونخوا ته چې يواځې د ماربلو يا نور کوم صنعتونه ورکول کېږي د هغې ټولې چارې به هم د چيني کمپنيو په لاس کې وي.

((کومه نقشه چې ډان خپره کړې او کومه مونږ څلور کاله وړاندې ورکړې، په دې کې مغربي روټ موټروی، رېلوی، د بجلۍ منصوبې نشته، تر دې چې اوس کومه نوې خبره منځ ته راغلې هغه د زراعت ده نو هغه خو هم زمونږ نه ده بيا په دې منصوبه کې زمونږ څه دي))

په دې راپور کې ويل شوي چې د اوږدمهاله سي پېک پلان ترمخه به د کراچۍ نه تر پېښوره په بازارونو او لارو کې کېمرې لګول کېږي او د امنيت ټينګ ساتلو په خاطر به څارنه کوي.

د دې ترڅنګ به په ټول ملک کې د ټي وي او انټرنيټ خپرولو لپاره د فايبر اپټک تار غځول کېږي د کوم د لارې چې به چيني رسنۍ خپل مطبوعات او چيني ثقافت خپروي.

خو د پښتونخوا اولسي تحريک مشر ډاکټرسېدعالم محسود وايي چې د کاريډور کوم لوظ له خېبرپښتونخوا سره شوی وو هغه په دې راپور کې هم نشته.

ورځپاڼه په خپل راپور کې ليکي چې هم د دې د لارې به چيني کمپنۍ په پراخه ډول د پاکستان په اقتصاد او ټولنه کې د مهمې برخې په توګه ورداخل شي.

د دې راپور ترمخه په سي پېک کې تر ټولو مهم جز زراعت ګرځول شوی دی او ويل شوي چې وړاندې دا عام تاثر وو چې ګنې سي پېک صنعتي، د مواصلاتو او توانايۍ درنې درنې منصوبې لري خو په اصل کې دلته زور ټول په زراعت ورکړل کېږي.

د زراعت په مد کې به چين د تخم د کرلو نه واخله تر پوخ فصل، صفايۍ، ذخيره کولو او بيا منډۍ ته د رسولو لپاره چينايي کمپنۍ سرمايه کاري کوي چې پکې د قرضې ورکولو اسانتياوې هم شته.

راپور وايي چې د زرعي پیدوار یو ځای نه بل ځای ته په وړلو کې د اسانتياو د نيشتوالي له کبله په پاکستان کې ٥٠ فیصد زرعۍ پیداوار، لکه میوه یا تازه سبزي، خرابېږي نو ځکه چین به د پاکستاني کرونده گرو سره به په "غیرمعمولي" کچه مرسته کوي او هغه ټولو اړخونو ته به هم پام کوي چي په پاکستان کې ورته کتنه نه کېږي. دې لړ کې به په وړومبي پړاو د ذخيرې مرکزونه په اسلام اباد او ګوادر کې جوړول کېږي او وروستو به په کراچۍ او لاهور کې هم جوړولی شي. په پېښور کې به دا مرکز د ۲۰۲۶نه تر ۲۰۳۰م په موده کې جوړول کېږي.

راپور وايي چې د امنيت په خاطر به چيني کمپنيو ته ويل کېږي چې د ځايي خلکو د مذهب او کلتور خيال وساتي، د خلکو سره د برابرۍ په بنياد سلوک وکړي او ځايي خلکو ته دې د روزګار موقعې برابرې کړي.

صنعتونه

د صنعتونو لپاره په دې راپور کې پاکستان په درې برخو (زون) کې تقسيم کړی شوی:

۱۔ غربي

۲۔ شمال مغربي

۳۔ مرکزي او جنوبي

هره برخه يا زون کې به مخصوص صنعت لګول کېږي چې پکې به صنعتي پارکونه هم شامل وي خو په دې اړه په دې راپور کې ډېر کم معلومات ورکړل شوي دي.

غربي او شمال مغربي زون کوم کې چې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان به زياتره برخو مشتمل دی، هلته به د معدنياتو سره تړل صنعتونه لګول کېږي چرته چې به د سرو زرو او د الماس (هيرو) لټون هم کېږي.

ددې نه علاوه په دغه سیمو کې د سنګ مرمرو لويې ذخیرې موجودې دي او د دې راپور ترمخه چين له وړاندې په موجوده وخټ کې د سنګ مرمرو تر ټولو لوی اخستونکی دی څوک چې هر کال ۸۰ زره ټنه سنګ مرمر له پاکستانه اخلي. هم په دې خاطر به (د دې منصوبې ترمخه) په ګلګت، کوهستان او د خضدار په جنوب کې به ۱۲ داسې ځايونه ټاکل کېږي چرته چې د ماربلو راويستلو صنعت لګول کېدی شي.

مرکزي زون (برخه) کې به د پومبې صنعت، د سيمټو او د کور د استعمال د شيانو صنعتونه لګول کېږي چې لپاره يې داؤدخېل، خوشاب، عيساخېل او ميانوالي سيمې ټاکل شوي دي.

د جنوبي برخې لپاره په دې راپور کې ويل شوي چې دا د وسپنې د صنعت لپاره غوره کړل شویدی چې پکې د کراچۍ د موټرو جوړولو او د ګوادر بندر ذکر شوي. په دې لړ کې ويل شوي چې افغانستان هم گوادر د لارې په دې منصوبه کې شاملېدی شي.

سېف سټي يا د محفوظ ښارونو منصوبه

د محفوظ ښارونو د منصوبې لاندې به د خنجراب سرحدي لار ترڅنګ په ښارونو کې هم د ۲۴ ساعته د څارنې لپاره کېمرې لګول کېږي او د مشکوک شيانو لټون به هم کېږي. په راپور کې ويل شوي چې دا ټول معلومات به يو مرکز ته ورکول کېږي خو دا پکې نه دي په ډاګه کړی شوي چې څوک به د معلوماتو په مرکز کې به څوک ناست وي او څوک به يې مشري کوي.

په ازمايښتي ډول به وړومبی ښار پيښور وي چرته چې به دا نظام عملي کېږي او بيا به لاهور، اسلام اباد او کراچۍ ته غځول کېږي.

معاشي اندېښنې

راپور ليکي چې په دې منصوبه کې تر ټولو لوی معاشي خطر سياست او امنيت دی، " په پاکستان کې ډېر شيان دي چې پاکستانی سياست اغېزمن کوي، لکه د سياسي ګوندونو ترمنځ مقابله، مذهب، قبيلې، وسله والې ډلې او مغربي مداخلت".

په پای کې ليکل شوي چې تر اوسه دا په ډاګه نه ده چې څومره به دا پلان عملي شي خو ښکاري چې د چين د هر څه زيات نظر پر زراعت دی.

XS
SM
MD
LG