د لاسرسي ځای

پاکستان او افغانستان کې پوليو ضد ويکسينو کمپاين پيل شو


نن په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ پرضد درې ورځنې ويکسينو کمپاین پيل شو. چارواکي وايي دې کمپاين کې له شپږ ميليونو څخه زياتو ماشومانو ته د دې معذورونکي وايرس مخنيوي لپاره ويکسين ورکول کيږي.

فاټا سيکريټريټ کې د پوليو ضد کمپاين څانګې مرستيال مشر، ډاکټر محمد ادريس نن (ګل – دوشنبه) مشال ريډيو ته وويل چې د دوی څلور زره کسان کور په کور ګرځي او نيزدي لس لکه ماشومانو ته دا څاڅکي ورکوي. د هغه په خبره په تېرو لسو مياشتو کې قبايلي سيمو څخه د پوليو کوم کيس مخې ته نه دی راغلی. نوموړي د دې وجې د خلکو همکاري وښودله.

د خيبر پښتونخوا يو روغتيايي چارواکي ډاکتر اکرم شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې د ځينو امنيتي تدابيرو نشتوالي له وجې د صوبې په دريوو ضلعو کې دا کمپاين نه کوي خو په پاتو دوه ويشتو ضلعو کې درې پنځوس لکو ماشومانو ته دا ويکسين ورکوي.

هلته د بلوچستان صوبې د روغتیا بیړني مرکز چارواکو نن مشال ریډیو ته وویل په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمر خوا اوشا ۲۴۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد ویکسینو ترڅنګ د وټامن ای حاڅکي هم ورکول کیږي.

په پاکستان کې په روان کال کې تر اوسه د پولیو درې نوي کیسونه مخې ته راغلي دي.

هلته د افغانستان عامې ورغتيا وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هيواد کې له نن څخه پيل شوي پوليو ضد درې ورځني کمپاين کې به نهه نیم میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد ويکسين کيږي. په روان کال کې په قندهار ،هلمند او کندز کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پیښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG