د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه : د پاکستان امنیتي ځواکونه د تشدد په پیښو کې ککړ دي


په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې یو شمېر پاکستاني بلاګ لیکونکي چې د سخت دریځۍ پر ضد يي لیکل کول او پر انتظامیه یې نیوکې کړې وې، د څو اوونیو لپاره په حراست کې ول او ورباندې تشدد وشو خو پاکستان د دغه معاملو په اړه په پلټنو کې پاتې راغلې دی.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د پولیسو، پوځ او استخباراتي ادارو لخوا د تشدد د پراخ استعمال غندنه کړې ده او پر اسلام اباد یې غږ کړې دې چې ددې د مخ نیوي لپاره زر تر زره اصلاحات عملي کړي.

د تشدد خلاف د ملګرو ملتونو کمیټۍ په دې معامله د څو میاشتو تر پلټنو وروستو پرون (جمعه) په خپل لومړي راپور کې ویلي چې پاکستان کې پولیس له بندي کسانو د جرمونو د اعتراف لپاره پر هغوی پراخ تشدد کوي.

په راپور کې ویل شوي د پاکستان پوځي ځواکونه، استخباراتي ادارې او نیم پوځي ځواکونه د قانون پرته د وژنو، تشدد او د تښتونې په یو شمېر پېښو کې ککړ دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې یو شمېر پاکستاني بلاګ لیکونکي چې د سخت دریځۍ پر ضد يي لیکل کول او پر انتظامیه یې نیوکې کړې وې، د څو اوونیو لپاره په حراست کې ول او ورباندې تشدد وشو خو پاکستان د دغه معاملو په اړه په پلټنو کې پاتې راغلې دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د راپور په هرکلي کولو سره ویلي د دغه راپور له خپرېدو سره په دغه هېواد کې د امنیتي ادارو له خوا د تشدد په موضوع بحثونه پیل کېدې شي.

د پاکستان حکومت لا تر دې دمه د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې دا ډول راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG