د خيبر پښتونخوا په پيښور کې د بالاحصار کلا ده. دا کلا د احمدشاه ابدالي زوی، تيمور شاه د دراني د خپلې امپراتورۍ پر مهال د ژمي سرښار په توګه کاروله. دلته د ميوزيم لارښودانو په وينا سيکانو او انګريزانو د خپلې واکمنۍ پرمهال پکې خپل مخالفين پانسي کول. اوس خلک د دې ځای کتلو له ورځي. له دننه څخه يې د مشال ريډيو همکار، فرهاد شينواري تصويرونه اخيستي دي.
د بالاحصار کلا دننه څه دي؟

۱
پيښور: بالاحصار کلا کې دننه زندانيانو سره ملاقات لپاره به دا لاره کارېدله

۲
پيښور: بالاحصار کلا کې دننه د يو زنداني خونه

۳
پيښور: يو تن بالاحصار کلا کې دننه د دار ځړولو ځای (پانسي ګاټ) کتلو لپاره ورځي

۴
پيښور: بالاحصار کلا کې دننه د دار ځړولو ځای (پانسي ګاټ) دی. اوس د موزيم شکل لري او خلک يې کتلو له ورځي. دا ساتونکی لکه ښکاري چې، اصلي نه دی.