د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د احمدي جماعت سره تعلق لرونکې پروفېسرې طاهره پروين مړی په خپل کور کې موندل شوی دی.
د پاکستان چیف جسټس په خپلو څرګندونو کې وویل چې کله یوه تحقیقاتي ډله پلټنې کوي نو بیا د عدالتي کمېشن جوړولو څه ضرورت دی؟
د زیارت په ورځ د پاناما اسنادو په اړه د وزیراعظم نواز شریف پرضد په دایر کړل شوي درخاستونو به سپریم کورټ خپله فیصله اوروي۔
د امريکا ملي امنيت سلاکار پاکستان ته د خپل سفر پر مهال پر اسلام اباد ټينګار کړی چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد يو شان کارروايي وکړي او په افغانستان کې په نيابتي ډول د ځينو ډلو له کارولو لاس واخلي.
د جامعه بنوريه کراچۍ مشر مفتي نعيم ويلي چې په عبدالولي خان پوهنتون کې وژل شوی مشال خان د مذهب سپکاوي په تور وژنه له اسلام سره سره د پاکستان ايين سرغړونه ده ځکه چې د هېواد قانون عملي کول د ولس نه بلکې د رياست کار دی.
د چترال د مستوج تحصیل ناظم مولانا یوسف لخوا د قاقلشت مېله لمانځلو کې د ښځو په ګډون پابندي لګول شوي.د قاقلشت مېله چې د راروانې ۲۰مې نیټې پیل کېږي په څلورو ورځو مشتمله ده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د مردان عبدلولي خان پوهنتون کې د مشال خان وژلو خلاف مذمتي قرارداد منظور کړ.
د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه د امریکا د ملي امنیت له سلاکار ....
د سيند صوبايي حکومت د روانې مياشتې له دېرشمې نېټې نه په صوبه کې د مرکزي حکومت پرضد د احتجاج اعلان کړی او ويلي يې دي چې مرکز ورته اييني برخه نه ورکوي.
د پاکستان پوځ د عامو اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرل آصف غفور دعوا کړې چې د ناقانونه ګرځول شوې تنظیم تحریک طالبان پاکستان او د جمات الحرار ویاند احسان الله احسان امنیتي ځواکونو ته خپلځان سپارلی دی.
د امریکا ملي امنیت سلاکار مکماسټر د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره د دوشنبې ورځ په اسلام اباد کې کتلي دي.
د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړیو د پارلېمان ودانۍ مخې ته د پښتنو بندو شناختي کارډونو پرضد خپل احتجاج ختم کړی دی.
نور وښیئ