د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چترال په قاقلشت مېله کې پر ښځو بندیز


د چترال د مستوج تحصیل ناظم مولانا یوسف لخوا د قاقلشت مېله لمانځلو کې د ښځو په ګډون پابندي لګول شوي.د قاقلشت مېله چې د راروانې ۲۰مې نیټې پیل کېږي په څلورو ورځو مشتمله ده.

د ځایي خلکو په وینا چې جماتونو ، جمات خانو او د ښځو تعلیمي ادراو ته دې لړ کې خطونه لېږل شوي چې ښځې دې په دې مېله کې ګډون نه کوي او له نورو سیمونه دې هم خلک په دې کې د ګډون ډډه وکړي.

دې لړ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې د مستوج تحصیل نایب ناظم فخرالدین وویل چې د علاقې د سني او اسماعیلي مشرانو له مشاورته وروسته دا فیصله شوې چې ښځې به دې مېله کې ګډون نه کوي.

“موږ په دې اړه له کونسل، مطبوعاتو او قانون نافذ کوونکې ادارو سره خبرې شوې چې دلته د امنیت مسله ده او دا مسله داسې ده چې سرشمېرنه پیل شوې او زموږ امنیتي ځواکونه تر پنجاب خواره شوې دي او زموږ تاڼې هم خالي دي او دا شان د پولیو مخنیوي پرګرام هم روان دی نو دا پرېګړه مو په مشاروت سره مو کړې چې دې کې به ښځې ګډون نه کوي.د جمات امامانو او د جمات خانو مشرانو هم دا لیک جاري کړی چې موږ به خپلې ښځې دغه ميله ته نه بوځو”.

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه په دې قاقلشت میله کې د اسمبلۍ او نورو ادارو ښځې ګډون کولی شي خو زموږ مقامي ښځو ته د ګډون اجازت نشته.

د چترال یو ځایي خبریال لیوک رحمت وایي چې په دې وروستیو کې د دې علاوه په نورو مېلو کې هم د ښځو ګډونو په اړه داسې خبرې مخې ته راغلی وې.

“مخکې به ښځې راتلې او چې څومره هم مېلې شوې دي نو شاوخوا نه به یې دا مېلې کتلې خو له تېرو څو کالو راهیسې چترال ضلعه کې چې څومره هم مېلې شوې دي نو د ښځو د ګډون په اړه پکې ویلي شوې وو چې دوی دې نه راځي، او اوس چې کومه پرېکړه اخیستې شوي نو دې نه خو داسې ښکاري چې ښځې به اوس په مکمل توګه په دې مېلو کې له ګډونه ودرول کېږي”.

د چترال ضلعي انتظامیې مشر شهاب حمید یوسفزې مشال راډیو ته وویل چې هر کال د حکومت لخوا دې جشن لپاره له ځایي خلکو سره فنډ، ټېنټونو او د لوبو شیانو په لړکې مرسته کېږي خو د ده په وینا چې د هرې علاقې خپل دود دستور وي او دې کې موږ څه نه شو ویلي.

“په روایتي توګه دې کې سړي ګډون کوي او مختلف لوبې پکې کوي او که داسې څوک سړي یا ښځې ورته ودریږي نو څه پابندي پرې نشته”.

د بره چترال د مستوج ضلعې هېډکوارټر سره نزدې یو فراخ شین مېدان دې چې د قاقلشت په نوم یادیږي ،په دې مېله کې شاوخوا سیمو د ولس لخوا د سپرلي په موسم کې روایتي لوبه پولو، فټ بال، د باز ښکار، د منډې سیالې، پېراګلایډنک او د مشاعرې علاوه د روایتي خوراک سټالونه لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG