له هغې راهيسې چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پولو د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو شرط لګولی، د سيمې د عامو خلکو ترڅنګ هنرمندان هم له يو لړ ستونزو سره مخامخ شوي.
دا چې د خيبر پښتونخوا او فاټا لوی شمېر خلک چې د کار لپاره په بهر هېوادونو کې دې په سرشمېرنه کې حساب نه شي نو ددې به د صوبې پر برخه ناوړه اغيز وشي.
د پاکستان د پنجاب صوبې د سرګودا ضلعې يو مقامي دربار متولي خپل شل ۲۰ مريدان وژلې او دوه ۲ نور يې ژوبل کړي دي.
عبدالقادر وویل ، داسې پېښې ځکه په بیا بیا رامنځ ته کېږي چې د پاکستان د کرکټ بورډ درغلۍ کوونکو ته هغسې سزا نه ورکوي لکه څنګه چې په کار ده.
د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو سلاکار ویلي، افغانستان او پاکستان له ترورېزم او ګډ دښمن سره د هماهنګې مبارزې د مېکانېزم پر جوړولو موافقه کړې ده. سرتاج عزیز دا خبره د پنجشبنې په ورځ له افغانستانه یوه ورغلي پلاوي ته کړې ده.
قبایلي سیمو ته دا د روسي پوځ غېر معمولي سفر ګڼل کېږي. البته تېر کال په سېپټېمبر کې د روسيې ځواکونو یوې ډلې له پاکستاني پوځ سرهپه ګډه پوځي مشقونه کړي وو.
په پاکستان کې ميشت افغان رجسټرډ کډوالو په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو مرحله به يو ځل بيا د اپريل په درېمه نېټه پېلېږي.
پاکستان وایي، د افغانستان سولې پروسې په اړه جوړه کړل شوې څلور-اړخیزه ډله (کیو سي جي) اوس هم ارزښت لري.
لاهور کې احمدیه جماعت په خپل یوه جاري کړي کې ویلي چې له ۱۹۸۴ م کاله راهیسې په پاکستان کې د دوی د ټولنې څه باندې دوه نیم سوه کسان په فرقه ییزه پېښو کې وژل شوي دي
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په دې وروستيوو کې د مذهب سپکاوي په تورونو د ځينو انټرنيټ استعمالوونکو نيول غندلي دي. د دې کمېشن مشرې، زهره يوسف تېره ورځ مشال ريډيو ته وويل چې حکومت بايد د مذهب په نامه د بيان ازادي او نيوکې کوونکي خاموشه نه کړي.
د پاکستان سېنېټد پوځي عدالتونو موده غځولو لپاره د ۲۰۱۷م کال اتویشتم آیني ترمیمی بل منظور کړ چې له وړاندې په قامي اسمبلۍ کې هم منظور شوی دی او اوس به د قانون برخه ګرځولو لپاره ولسمشر لاسلیکولو ته استول کېږي.
د پاکستان وفاقي حکومت په لارښوونه ریاستي بېنک (سټېټ بېنک آف پاکستان) د خیرښېګړې مبارز عبدالستار ایدي په یاد کې د پنځوس روپیو سیکې جاري کولو اعلان کړی دی.
نور وښیئ