د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ هره اونۍ د مشال خان وژنې راپور غوښتی


کراچۍ: د عوامي ورکر پارټۍ کارکنانو د مشال خان تصویرونه اخېستي.
کراچۍ: د عوامي ورکر پارټۍ کارکنانو د مشال خان تصویرونه اخېستي.

د پاکستان سپریم کورټ د عبدالولي خان پوهنتون د زده کونکي مشال خان د وژنې له خپلې مخې ګروږنه (ازخود نوټس) اورېدنې پر وخت پېښور های کورټ د عدالتي کمېشن له جوړولو درولی دی او د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر ته یې هدایت کړی چې هره اونې دې د مشترکه تحقیقاتي ډلې رپورټ عدالت ته وړاندې کوي.

نن سهار [شورو/چارشنبه] د مشال وژنې کېس د ازخود نوټس اورېدنه د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزې بېنچ وکړه.

د پاکستان چیف جسټس په خپلو څرګندونو کې وویل چې کله یوه تحقیقاتي ‌ډله پلټنې کوي نو بیا د عدالتي کمېشن جوړولو څه ضرورت دی؟

په دې ورستیو کې د خېبر پښتونخوا اسمبلې ته په خپله وینا کېوزیراعلی پروېز خټک د زده کونکې مشال خان کېس پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن جوړولو فیصله کړې وه.

ستر عدالت داهم ویلي چې د مردان پوهنتون پېښه بدترینه ده او د غندنې لپاره ورسره ټکی نه شته.

عدالت دا هم ویلي که چېرته په پلټنو کې پولیس ته څه خنډ راځي نو عدالت به له دوی سره ولاړ وي.

د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر صلاح الدین مسود عدالت ته ووېل چې د کېس اتیا فیصده کاروایي مکمله شوې او درخاست یې وکړو چې په ورځني بنیاد دې د کېس اورېدنه وکړل شي.

تر اورېدنېپس له مطبوعاتو سره په خبرو کې صلاح الدین مسود وویل چې د مشال خان وژلو پېښې د پلټنې بهیر ډېر په سمه توګه روان دی او په پېښه کې ککړ کسان به ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د تېر زیارت په ورځ د عبدالولی خان پوهنتون زده کونکو د مذهب د سپکاوي په تور په مشال خان برید کړې وو او نوموړې یې وژلې وو.

د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر څو ورځې وړاندې خبریالانو ته ویليو داسې هېڅ شواهد یې نه دې ترلاسه کړي چې ګنېمشال خان دې د مذهب سپکاوی کړی وي.

XS
SM
MD
LG