د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي د بندو شناختي کارډونو ضد ناسته ختمه کړه


د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړیو د پارلېمان ودانۍ مخې ته د پښتنو بندو شناختي کارډونو پرضد خپل احتجاج ختم کړی دی.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سېکرېتري ميا افتخار حسېن مشال راډيو ته ويل چې د تيرې چارشنبې ورځې راهیسې يې د ګوند د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړیو د پښتنو بندو شناختي کارډونو پرضد احتجاج شورو کړی وو خو د خالي پر ورځ د کورنیو چارو وزير چودري نثار علي خان لخوا ورته باور ورکولو ورستو نن د ګل ورځې راهیسې يې دغه احتجاج ختم کړو.

د نوموړي وينا وه چې نن به يې د ګوند پارلماني استازي په قامي اسمبلۍ کې د بندو شناختي کارډونو پر مسله خبرې کوي او له هغې ورستو به د مطبوعاتو د لارې د راتلونکي لپاره خپله کړنلاره اعلانوي.

د ذکر ده چې د داخله چارو وزير چودري نثار علي خان د خالي پر ورځ ېوې خبري غونډې ته ويلي و چې نادرا ټول درې (۳) درې پنځوس (۵۳) زره پنځه اتيا (۸۵) شناختې کارډونه بند کړې دي چې پکې يو لاکه څلور اويا (۷۴) زره نه زيات شناختي کارډونه غېر ملکيانو سره و چې ورسره يې ثبوتونه هم شته نو دغه کارډونه يې کېنسل کړل.

د نوموړي وينا وه قريبا يو لاکه نهه اويا (۷۹) زره شناختي کارډونه د نن نه راتلونکې شپېته (۶۰) ورځو لپاره په عارضي توګه خلاصوو په دې موده کې دې دا کسان داسې اسناد وښايي چې ترې ثابته شي چې واقعا دوي پاکستانيان دي لکه د ۱۹۷۸م نه وړاندې که د دوي په نوم زمکه وه نو د هغې اسناد دې راوړي يا که د يادې مودې نه وړاندې جاري شوې ډوميسايل يا د هغې کاپي ورسره وي که د محکمه مال نه مهر شوي شجره نسب ورسره وي او يا دې خپل يا په خپلو خپلوانو د چا د ۱۹۹۰ م کال نه وړاندې د سرکاري ملازمت سرټيفيکېټ دې وښايي نو په مستقله توګه به يې شناختي کارډ خلاص کړې شي.

د يادونې ده چې د بندو شناختي کارډونو مسلې حل لپاره داخله وزير د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر په مشرۍ کې يوه پارلماني کمېټي جوړه کړې وه.

د چودري نثار په وينا چې د دغې کمېټۍ سفارشاتو په رنړا کې يې د شناختي کارډونو د خلاصولو فېصله کړې ده.

XS
SM
MD
LG