د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمات الحرار ویاند پاکستاني پوځ ته ځان سپارلی


د پاکستان پوځ د عامو اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرل آصف غفور دعوا کړې چې د ناقانونه ګرځول شوې تنظیم تحریک طالبان پاکستان او د جمات الحرار ویاند احسان الله احسان امنیتي ځواکونو ته خپلځان سپارلی دی.

د راولپنډې په جنرل هېډ کوراټر کې د خبریالانو خبري غونډې په وخت د پوځ د عامو اړیکو د څانګې مشر وویل ریاستي عملداري بحالېږي او یو قوت هم د ریاست مقابله نه شي کولی.

چې اوس د ملک نه بهر هاغه تنظیمونو ته احساس وشو چې پاکستان کې د قانون حکمراني بحاله شوې او د پاکستان حالات هم هغسي پاتې نه شول نو اوس ورله خپلې هلې ځلې کول مشکله شوې.

''په دې لړ کې به زه تاسو سره دا شریکول غواړم چې د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم تحریک طالبان او جمات الاحرار ویاند احسان ا احسان خپلځان امنیتيو ځواکونو ته حواله کړی. یواځې احسان الله احسان نه دی بلکې راتلونکې وخت کې به تاسو وګوری چې داسې قسمه نور اطلاعات به هم درسره شریکوو.''

ده ووېل چې زموږ ریاست، ادارو او ولس پر یوځای په تېرو پنځلسو کالو کې ډېر پرمختګ کړی دی.

دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال مشتاق یوسفزې وایي چې احسان الله احسان یې ټایټل وو او د ده نوم سجاد مومند وو.

مشتاق یوسفزي په وینا چې داحسان الله احسان او د نورو ملګرو یې د پوځ او استخباراتي ادارو سره خبرې اترې روانې وې.

''زما په خیال چې دا خبر به سمه وي ځکه چې داسي خبرې وي چې د سوات ځیني طالبانو پوځ سره خبرې روانې وې او دې کې ځیني خلکو ځان پوځ ته هم حواله کړې وو او په دې کې داسي کسان هم وو چې هغوي بیا واپس سوات ته تلې وو خو بیا د سوات نه جي اېچ کیو ته خطونه تلې وو او خلکو د خفګان څرګندونه کړې وه چې دا خلک واپس راځي نو زما په خیال ځینې خلک په بل بل ځای کې مېشته کړل شوي وو او دا شان د باجوړ هم ځیني کسانو خپلځانونه سپارلي دي نو د اطلاعاتو مطابق چې یو چا خپلځان حواله کړو او په چا انعام دی نو او یا چا ډېر جرمونه کړي دي او په هغه تور دې نو هغه ته به هغه شان سزا نه ورکول کېږي کوم به چې نورو ته ورکوي.''

مشتاق یوسفزي په وېنا چې احسان الله احسان د مومند ایجنسی دی او هلته به یې صحافت کولو.

احسان الله احسان خپل تنظیم کې فعالیت لرلو او خبریالانو ته به یې دړکې هم ورکولې.

نوموړې د جمات الحرار د مشر خالد خراسانی نزدې ملګری یادېدو.

XS
SM
MD
LG