د الطاف خاناني په نامه يو پاکستانی صراف يا د پيسو پير او پلور کاروبار کوونکی دا مهال په امريکا کې په دې تور په زندان کې دی چې د ترهګرو ډلو لپاره يې، پيسو ليږلو کې مرسته کړې ده.
د پاکستان بهرنيو چارو يوې چارواکي ويلي چې پوځ به یې په هېڅ داسې هلو ځلو کې برخه وا نه خلي چې ګاونډیو هېوادونو ته پرې خپګان جوړ شي.
د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د ګوزڼ کېس راتلو وروسته د خېبر پښتونخوا په پنځو ضلعو کې درې ورځنی د ګوزڼ مخنیوي کمپاين پیل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنو چارو مرستيال طارق فاطمي ويلي دي پر پوله د ترهګرو د تک راتګ مخنيوي لپاره د ټینګ سرحدي انتظام په ضرورت زور راوړو او وويل چې د سیاسی خبرو اترو له لارې په يوه نتيجه رسېدل د افغان شخړې يو ښه حل دی
د پاکستان د شمارياتو ادارې تر مخه په پاکستان کې روانه سرشمېرنه کې د خيبر پښتونخوا لپاره صرف ۲۰ ښځينه عمله اخېستل شوې ده او د فاټا لپاره د سرشمېرنې پهدې عمله کې يوه ښځينه اهلکاره هم نه شته.
که څه هم یوه خوا د افغانستان د ټرکونو ډرایوران وايي چې په پاکستان کې يې پولیس ځوروي نو بل پلو د پاکستان د ټرکونو ډرایوران هم دا ګیله کوي چې د افغانستان پولیس ورسره ښه رویه نه ساتي.
د پاکستان موسمياتو محکمې مشر غلام رسول وايي چې دوي هم د مطبوعاتو له لارې د ولس خبرتيا لپاره کمپاين پیلوي چې تر تودو څپو وړاندې د ژغورنې په طريقو خبر کړل شي.
له پاکستانه په خپله خوښه خپل هېواد ته د تلونکیو افغان کډوالو ستنېدو لړۍ د دوشنبې/ګل له ورځې بیا پیل شوه.
له هغې راهيسې چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پولو د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو شرط لګولی، د سيمې د عامو خلکو ترڅنګ هنرمندان هم له يو لړ ستونزو سره مخامخ شوي.
دا چې د خيبر پښتونخوا او فاټا لوی شمېر خلک چې د کار لپاره په بهر هېوادونو کې دې په سرشمېرنه کې حساب نه شي نو ددې به د صوبې پر برخه ناوړه اغيز وشي.
د پاکستان د پنجاب صوبې د سرګودا ضلعې يو مقامي دربار متولي خپل شل ۲۰ مريدان وژلې او دوه ۲ نور يې ژوبل کړي دي.
عبدالقادر وویل ، داسې پېښې ځکه په بیا بیا رامنځ ته کېږي چې د پاکستان د کرکټ بورډ درغلۍ کوونکو ته هغسې سزا نه ورکوي لکه څنګه چې په کار ده.
نور وښیئ