د چترال د مستوج تحصیل ناظم مولانا یوسف لخوا د قاقلشت مېله لمانځلو کې د ښځو په ګډون پابندي لګول شوي.د قاقلشت مېله چې د راروانې ۲۰مې نیټې پیل کېږي په څلورو ورځو مشتمله ده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د مردان عبدلولي خان پوهنتون کې د مشال خان وژلو خلاف مذمتي قرارداد منظور کړ.
د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه د امریکا د ملي امنیت له سلاکار ....
د سيند صوبايي حکومت د روانې مياشتې له دېرشمې نېټې نه په صوبه کې د مرکزي حکومت پرضد د احتجاج اعلان کړی او ويلي يې دي چې مرکز ورته اييني برخه نه ورکوي.
د پاکستان پوځ د عامو اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرل آصف غفور دعوا کړې چې د ناقانونه ګرځول شوې تنظیم تحریک طالبان پاکستان او د جمات الحرار ویاند احسان الله احسان امنیتي ځواکونو ته خپلځان سپارلی دی.
د امریکا ملي امنیت سلاکار مکماسټر د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره د دوشنبې ورځ په اسلام اباد کې کتلي دي.
د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړیو د پارلېمان ودانۍ مخې ته د پښتنو بندو شناختي کارډونو پرضد خپل احتجاج ختم کړی دی.
پاکستاني چارواکو د خالي په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په هیواد کې د سر شمېرنې او کور شمېرنې لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان د شمارياتو د اداری ویاند قاضي سعيد مشال راډيو ته وويل چې په لومړي پړاؤ کې د څلورو واړو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او پاکستان د واک لاندې کشمير کې په (۶۳) ضلعو کې د سرشمېرنې او کور شمېرنې عمل نن د اپریل په ۱۵مه نېټه سر ته رسېږي.
د پاکستان پنجاب صوبې په سرګودا ضلع کې د ماشومانو لوڅ عکسونو او ویډیوګانو اخېستلو یوه رسوايي په ډاګه شوې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نيپال کې د پاکستان پخوانی پوځي چارواکي په لا درکه کېدو کې د بهرنيو استخباراتې ادارو رول له پام نه شي غورځولی.
د پاکستان حکومت د حج تر نوې پالېسۍ لاندې تر اوو کالو وړاندې پر دویم حج کولو پابندي لګولې ده.
نور وښیئ