د بهرنیو چارو کار پوه او پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وایي امریکا خپل رول لوبولای شي خو هند کشمیر خپله کورنۍ مسله بولي.
له خیبر پښتونخوا د الخېر پوهنتون زده کونکیو په اسلام آباد کې د لوړو زدهکړو کمېشن مخې ته احتجاج کې غوښتنه کړې چې د دوی سندونه دې تصدیق کړي.
په کابل کې د ميوند تلويزون اسراييل ناصري وايي که د دواړو ملکونو رسنۍ په اخلاص سره خپل کار وکړي او د يو بل پرضد منفي راپورونه خپرولو نه ډډه وکړي نو د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمينځه زړه بداوي ختميدې شي.
ملک محمد احمد خان خپلو خبرو کې ووېل چې پنجاب صوبې ته له تېرو یوڅو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ یو مسلسل ویره شته.
د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې ۴۰ کاله وړاندې د مذهبي سختدريځۍ بوټی کرل شوی وو خو دوی یې پخوا هم پرضد وو او بيا به هم د دې پرضد جنګ روان ساتي.
د الطاف خاناني په نامه يو پاکستانی صراف يا د پيسو پير او پلور کاروبار کوونکی دا مهال په امريکا کې په دې تور په زندان کې دی چې د ترهګرو ډلو لپاره يې، پيسو ليږلو کې مرسته کړې ده.
د پاکستان بهرنيو چارو يوې چارواکي ويلي چې پوځ به یې په هېڅ داسې هلو ځلو کې برخه وا نه خلي چې ګاونډیو هېوادونو ته پرې خپګان جوړ شي.
د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د ګوزڼ کېس راتلو وروسته د خېبر پښتونخوا په پنځو ضلعو کې درې ورځنی د ګوزڼ مخنیوي کمپاين پیل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنو چارو مرستيال طارق فاطمي ويلي دي پر پوله د ترهګرو د تک راتګ مخنيوي لپاره د ټینګ سرحدي انتظام په ضرورت زور راوړو او وويل چې د سیاسی خبرو اترو له لارې په يوه نتيجه رسېدل د افغان شخړې يو ښه حل دی
د پاکستان د شمارياتو ادارې تر مخه په پاکستان کې روانه سرشمېرنه کې د خيبر پښتونخوا لپاره صرف ۲۰ ښځينه عمله اخېستل شوې ده او د فاټا لپاره د سرشمېرنې پهدې عمله کې يوه ښځينه اهلکاره هم نه شته.
که څه هم یوه خوا د افغانستان د ټرکونو ډرایوران وايي چې په پاکستان کې يې پولیس ځوروي نو بل پلو د پاکستان د ټرکونو ډرایوران هم دا ګیله کوي چې د افغانستان پولیس ورسره ښه رویه نه ساتي.
د پاکستان موسمياتو محکمې مشر غلام رسول وايي چې دوي هم د مطبوعاتو له لارې د ولس خبرتيا لپاره کمپاين پیلوي چې تر تودو څپو وړاندې د ژغورنې په طريقو خبر کړل شي.
نور وښیئ