د لاسرسي ځای

د امریکا ملي امنیت سلاکار مکماسټر د پاکستان له وزیر اعظم نوازشریف سره د دوشنبې ورځ په اسلام اباد کې کتلي دي.

مکماسټر یوه ورځ وروسته تر دې له نوازشریف سره وکتل چې هغه د اسلام اباد په وړاندې د متحده ایالتونو د دریځ سختولو ته اشاره وکړه.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا متحده ایالتونو نوې اداره د جنوبي اسیا په اړه خپلو تګلارو ته بیا کتنه کوي.

د پاکستان وزیر اعظم له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوازشریف په حواله ویل شوي چې د امریکا نوې اداره دوه اړخیزو اړیکو پياوړي کولو ته ژمنه ده او له پاکستان سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان او بیا په لویه کچه په جنوبي اسیا کې سوله او ثبات ټینګ شي.

په داسې حال کې چې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې دېره دي تمه ده چې ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد او پاکستان په اړه خپله پالیسي هم روښانه کړي.

مکماسټر په داسې حال کې پاکستان ته سفر وکړ چې هغه پرون د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان ته د ګټو د تعقیب تر ټولو ښه لار ډپلوماسي ده نه دا چې د تاوتریخوالي منځته راوړونکې نیابتي ډلې وکاروي. پاکستان د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ ردوي.

XS
SM
MD
LG