د لاسرسي ځای

د سيند صوبايي حکومت د روانې مياشتې له دېرشمې نېټې نه په صوبه کې د مرکزي حکومت پرضد د احتجاج اعلان کړی او ويلي يې دي چې مرکز ورته اييني برخه نه ورکوي.

د پيپلز ګوند صوبايي چارواکو په وينا چې دا احتجاج صوبې ته د بجلۍ، اوبو او په اېن اېف سي کې د برخې نه ورکولو پرضد دی.

د اتوار په ماښام په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وينا پرمهال د سيند صوبې سينير وزير او د پيپلزګوند صوبايي مشر نثارکهوړو وويل چې مرکزي حکومت دوي ته صوبايي حقونه نه ورکوي چې له کبله يې په سيند کې د بجلۍ او اوبو کموښت رامنځ ته شوی دی نو ځکه دوي پرېکړه کړې چې په صوبايي کچ د مرکزي حکومت پرضد په احتجاج لاس پورې کړي.

''په دېرشم اپرېل به په ټول سيند کې د لوډشېډنګ پرضد پرلت غځول کېږي او بيا په د می پر څوارلسمه نېټه به صوبايي کچ دهرنا ورکول کېږي. دوي پينځه کهرب روپۍ خپلو ملګرو له ورکړې خو بيا هم د بجلۍ لوډشېډنګ کم نه شو. دوي به د دې حساب هم ورکوي ځکه چې دا د ولس پېسه غلا کړل شوې ده."

د پيپلز ګوند صوبايي مشر تور ولګولو چې د سيند ګېس پټول کېږي او په اېن اېف سي اېوارډ کې ورته هم برخه نه ورکول کېږي.

نثار کهوړو زياته کړه چې په سيند صوبه کې تر شلو ګنټو بجلي نه وي او د اوبو د نيشتوالي له کبله سيند صوبه په وچېدو ده خو بيا هم مرکزي حکومت دوي ته اوبه نه ورکوي.

د پيپلزګوند مشرانو وويل چې د پاکستان په ايين کې ليکل شوي دي چې وسايل چرته پېدا کېږې په هغې وړومبی حق هم د هغه صوبې دی، په سيند صوبه کې تر ټولو زيات ګېس پېدا کېږي خو دوي ته مرکزي حکومت پوره برخه نه ورکوي.

په سي پېک يا پاک چين اقتصادي راهدارۍ کې د برخې په اړه هم نثارکهوړو تور ولګوو چې دوي ته يواځې شپږ فيصده برخه ورکړل شوې وه او چې کله دوي احتجاج وکړو نو بيا د سيند منصوبې هم په دې کې شاملې کړې شوې.

له دې وړاندې د سيند صوبې اعلی وزير مرادعلي شاه هم مرکزي حکومت ته دهړکه ورکړې وه که په ګېس کې د دوي حق په سمه توګه ورنکړل شو نو دوي به پنجاب ته د ګېس ورکول بند کړي.

د دې خبري غونډې په غبرګون کې د مسلم ليګ ن د سينيټ غړي نهال هاشمي ويلي چې دوي غواړي صوبايي حکومت په سيند کې په ازادۍ سره کارونه وکړي خو دلته اعلی وزير هم واک نه لري.

د ذکر ده چې په کراچۍ کې د تېرو لسو ورځو راهسې پاک سرزمين پارټۍ غړي هم د صوبايي حکومت پرضد د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي او وايي چې تر څو ورته صوبايي حکومت د صوبې د ستونزو د هواري تحريري باور نه وي ورکړی تر هغې به نه پاڅي.

بل اړخ ته پاکستان تحريک انصاف هم د اپرېل پر ۳۰مه نېټه د حقوق کراچۍ په نوم د لاريون اعلان کړی چې مشري به يې د ګوند مشر عمران خان کوي.

XS
SM
MD
LG