پاکستاني چارواکو د خالي په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په هیواد کې د سر شمېرنې او کور شمېرنې لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان د نفوس شمېرنې د ادارې يو وياند قاري سعيد مشال راډيو ته وويل چې لد سر شمېرنې او کور شمېرنې په لومړۍ مرحله کې یې د هیواد د لر، بر نه معلومات راټول کړي دي.
د یادې ادارې چارواکي وايي چې د سر شمېرنې دوهم پړاو به د اپريل په 25 نيټه شورو کيږي چې تر يوې مياشتي پوري به دوام لري.
په پاکستان کې د سرشميرني د لومړۍ مرحلې کار د مارچ مياشتي په څوارلسمه نيټه پيل شوی و، چې پکې تر دوو لکو پوري پوځيان هم برخي اخلي.
که څه هم د پاکستان د اساسي قانون د سپارښتنو له مخې په هرو لسو کلونو کې باید یو وارې سر شمېرنه ترسره شي خو اوسنۍ سر شمېرنه ۱۹ کاله وروسته ترسره کېږي. په پاکستان کې په اخري ځل سر شمېرنه په ۱۹۹۸ کال کې شوې وه.