افغان کډوالو په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د شوروي یرغل پر وړاندې د خپلې مبارزې په مټ یې پاکستان ته خلاصی ورکړی، دغه هېواد ته پکار ده چې له افغان کډوالو سره یم چلند وکړي.
پاکستان د امریکا لخوا د وسله والې ډلې جماعت الاحرار نړیوالې ترهه ګرې ډلې ګرځولو هرکلی کړی دی.
له تېرې یوې لسیزې راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچنې شوې دي، د امریکايي چارواکیو خپګان دا دی چې د دوی په اند اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پروړاندې ګام اخیستو کې ناغېړی کوي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې د پاکستاني سفيرانو کنفرنس ته وويلي دي چې پاکستان د نړۍ د نورو ملکونو نه کومې هيلې لري نو پکار ده چې دا ملکونه د پاکستان دغه انديښنو ته خپل پام راوګرځوي.
په جولای مياشت اسلام آباد کې د ترکي سفير صادق بابر هم مطبوعاتو ته ويلي ول، حکومت يې ټولو ملګريو هېوادونو ته خواست کړی دی چې په خپلو خپلو ملکونو کې دې د ګولن ګروپ د هلو ځلو مخنيوی وکړي.
د ترکيې بهرنیو چارو وزیر وايي،چې د جلاوطن ترک مبلغ فتح الله ګولن د تنظیم تر څارنې او سمبالښت لاندې د چلېدونکیو تعلیمي ادارو په باب یې د هېواد اندېښنو ته د پاکستان حکومت له غبرګونه مطمینه دی.
په وفاق کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامې تحريک د حکومت خلاف د تحريکونو پيل کولو اعلان کړې۔
چارواکي وايي، پېښه د ډرایور د غلطۍ له کبله شوې ده او په ژوبلو کسانو کې د ځينو حالت مرګونی دی.
د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د وزير اعظم په مشرۍ د لوړ کچ په يوه غونډه کې د نيشنل اېکشن پلان او د نورو داخلي چارو جاج واخيستی شو.
جنرال شریف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په وروستیو درو ورځو کې وسله والو د چترال په کالاش سیمه کې درې شپانه وژلي دي او د هغوی په زرګونه څاروي یې له ځانه سره وړي دي.
دا به اوس د منظورۍ لپاره قومي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي. ټاکل شوې ده چې د قومي اسمبلۍ غونډه د اګست له لومړۍ نېټې پیل شي.
نور وښیئ