د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان حکومت دې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي'


افغان کډوالو په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د شوروي یرغل پر وړاندې د خپلې مبارزې په مټ یې پاکستان ته خلاصی ورکړی، دغه هېواد ته پکار ده چې له افغان کډوالو سره یم چلند وکړي.

پاکستان میشتو افغان کډوالو د خپلو ستونزو هوارولو لپاره یوه دېرش کسیزه کمیټۍ جوړه کړې ده چې اعلامیه یې یوه مشر ارسلان خروټي وړاندې کړه:

((افغان کډوالو په خپلو سرښندنو ټوله نړۍ او په تېره پاکستان د کمیونزم له وحشي یرغله خلاص کړی دی. اوس دغه افغانان چې په پاکستان کې استوګنه لري، په خپل هېواد مین دي او د هغې ورځې په انتظار دي چې و خپل خوږ هېواد ته په عزت ستانه شي، خو په خپل هېواد د امنیت نشتوالې، د فساد حاکمیت او د روغتیا او تعلیم د اسانتیاګانو کمی، جنګ او نور عوامل د دې سبب ګرځېدلي دي چې له وجې يې هېواد ته د کډوالوستنېدل له ستونزو سره مخامخ کړي دي.))

د اعلامیې په رڼا کې ارسلان خروټي زیاته کړه:

((د سیمي هېوادونو د سیاسي اختلاف په وجه دې کډوال باید له مشکلاتو سره مخامخ نه کړل شي، د افغان کډوالوپه نوم چې کوم خلک بندیان دي، باید خوشې کړل شي او نور د نیولو او ځورولو دغه عمل باید تکرار نه کړل شي، موږ د پاکستان له ولسه او حکومته هیله لرو چې د تېرو څو لسیزو په څېر به له افغان کډوالو سره هم د پخوا غوندې ښه چلند وساتي. افغان تاجران چې له ستونزو سره مخامخ دي او تجارتي مرکزونه يې تړل شوي دي، په دغه لړ کې غوښتنه لرو چې له دوی سره همکاري وشي او دوی دې د وړاندې غوندې په ازاد مټ تجارت ته پرېښودل شي.))

دغه اعلامیه کې ارسلان خروټي زیاته کړه چې لا هم په افغانستان کې د افغان کډوالو د استوګنې لپاره سم انتظامات نه دي برابر شوي او په دې وجه دې په پاکستان کې د دوی د استوګنې موده تر ډېره وخته وغځول شي:

((د ملګرو ملتونو ادارې یوناما له مخې په افغانستان کې د ناامنیو له کبله یو نیم میلیږن خلک بې ځایه دي او د سر پناه ځايونه او اسانتیاګانې ورته نه دي برابرې شوې. نو په دې حالاتو کي به څه رنګ له هېواده بهر د درې میلیونه افغانانو لپاره په افغانستان کې د ژوند سهولتونه برابر کړي، نو په دې وجه دې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کاردونو موده تر ډېر وخته وغځول شي))

د افغان کډوالودېرش کسیزه کمېټۍ په غږ نن چارشنبه افغان کډوالو په پېښور کې یو لاریون هم ترسره کړ. دوی په دغه لاریون کې د افغانستان له حکومته غوښتنه کوله چې د درې میلیونه افغان کډوالو د ځايه ولو لپاره دې په خپل هېواد کې ورته د استوګنې ځایونه او نور سهولتونه برابر کړي او د دې ترڅنګ دې پاکستان دوی ته په درناوي او عزت دلته د اوسېدلو موده وغځوي او دوی دې بې ځایه نه تنګوي. پر تورخم دروازه دې دوی ته د تلو راتلو اجازه د پخوا غوندې ورکړل شي ځکه چې دوی په افغانستان کې خپل خپلوان لري.

دوی دا فیصله هم کړې ده چې د افغان کډوالو ستونزو روښانولو او د هغې د هوارولو لپاره به سبا د جمعې تر لمانځه وروسته د کډوالو په کېمپونو کې احتجاجي مظاهرې ترسره کوي.

دوی وايي په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو څه نا څه درې سوه کېمپونه دي او دا مظاهرې به په هر کېمپ کې ترسره کېږي.

ددې کمېټۍ ځینو نورو مشرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی به د پښتونخوا له سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکیو سره هم ملاقاتونه کوي او د افغان کډوالو د ستونزې به ورته په ګوته کوي.

XS
SM
MD
LG