د دوار سیمې سید ګل مشال رېډیو ته وویل، ((موږ ته خطره شته ځکه چې ځمکه ډېره تیزۍ سره په خويېدو ده.)) نوموړی زیاتوی، د حکومت مرستو ته اړتیا لری. د دې سیمې یو بل تن ښېوه خان مشال رېډیو ته ویلي، ((په دوار کې تر اوسه ۱۵۰ جریبه ځمکه د خوړ په لور خوا او شا ۳۰ ګزه لاندې خویېدلې ده چې پکې زیاتره د کروندې ځمکه ده.))