د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي، د ترهګرۍ پر ضد به هرو مرو بریالی کېږي


اسلام اباد - د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ويلي، د ترهګرۍ ضد روان جنګ او نيشنل اېکشن پلان ياقامي تګلارې کاميابي به يقيني کوي.

د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د وزير اعظم په مشرۍ د لوړ کچ په يوه غونډه کې د نيشنل اېکشن پلان او د نورو داخلي چارو جاج واخيستی شو.

خبر پاڼه د وزیراعظم نواز شریف له خلې وایې چې وسله وال د ماتي سره مخ دي او ملک د امن په لار روان دې او هر وګړې به د امن ، استحکام او خوشالې نهګټه ترلاسه کوي.

د وزیراعظم په وېنا وفاقي حکومت به د موثره استخباراتي مالوماتو په اړهد صوبو کمک کوي. په دې غونډه کې وفاقي وزیرانو د قامي سلامتیه مشیر او د انټېلیجنس بیورو او ایې اېس ایې مشر ګډون لرلو.

د اتوار په ورځ د شندور مېلې په موقع د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف ویلي ول چې په وسله والو او په ملاتړ کونوکو يې مځکه تنګه شوې او ډېر ژر به په نړۍ کې پاکستان د امن او سلامتۍ لپاره پېژندل کېږي.

XS
SM
MD
LG