د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې د پاکستاني سفيرانو کنفرنس ته وويلي دي چې پاکستان د نړۍ د نورو ملکونو نه کومې هيلې لري نو پکار ده چې دا ملکونه د پاکستان دغه انديښنو ته خپل پام راوګرځوي.
په جولای مياشت اسلام آباد کې د ترکي سفير صادق بابر هم مطبوعاتو ته ويلي ول، حکومت يې ټولو ملګريو هېوادونو ته خواست کړی دی چې په خپلو خپلو ملکونو کې دې د ګولن ګروپ د هلو ځلو مخنيوی وکړي.
د ترکيې بهرنیو چارو وزیر وايي،چې د جلاوطن ترک مبلغ فتح الله ګولن د تنظیم تر څارنې او سمبالښت لاندې د چلېدونکیو تعلیمي ادارو په باب یې د هېواد اندېښنو ته د پاکستان حکومت له غبرګونه مطمینه دی.
په وفاق کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامې تحريک د حکومت خلاف د تحريکونو پيل کولو اعلان کړې۔
چارواکي وايي، پېښه د ډرایور د غلطۍ له کبله شوې ده او په ژوبلو کسانو کې د ځينو حالت مرګونی دی.
د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د وزير اعظم په مشرۍ د لوړ کچ په يوه غونډه کې د نيشنل اېکشن پلان او د نورو داخلي چارو جاج واخيستی شو.
جنرال شریف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په وروستیو درو ورځو کې وسله والو د چترال په کالاش سیمه کې درې شپانه وژلي دي او د هغوی په زرګونه څاروي یې له ځانه سره وړي دي.
دا به اوس د منظورۍ لپاره قومي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي. ټاکل شوې ده چې د قومي اسمبلۍ غونډه د اګست له لومړۍ نېټې پیل شي.
عمران خان که څه هم دا خبره پخوا هم رد کړې وه خو اوس یې له الجزیره ټلویزیون سره په مرکه کې نېغ په نېغه ویلي چې طالبان یو ترهګره ډله ده.
د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وايي چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان، افغانستان او امریکا امنیتي چارواکو ترمینځ شوې غونډه کې پر امنیت او د پولو سمبالولو پر کړنلاره خبرې شوې دي.
په پېښور کې میشت یو افغان کډوال عبدالرشید هم تایدوي او وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود یې پولیس تنګوي.
نور وښیئ