د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان بیا د نواز شریف حکومت ضد احتجاجونه پیلوي


په وفاق کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامې تحريک د حکومت خلاف د تحريکونو پيل کولو اعلان کړې۔

د پانامه اسنادو پلټنو کې ناکامي، درغلي [کرپشن] ختمولو او د نورو په مسلو په لړ کې ځینو اپوزيشن ګوندونو د وزير اعظم نواز شريف د حکومت خلاف احتجاجي جلسو او درنو کولو اعلان کړی دی۔

د اتوار په ورځ پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په مشرۍ کې يو غونډه وشوه. پر دې مهال د عمران خان وينا وه چې دا وخت د جمهوريت په نوم په ملک کې د یوې درغلې ډلې [کرپټ ټولنې] حکومت دی او د ملک مستحکمولو لپاره دا قسمه عناصر له حکومته لیرې کول پکار دي۔

تر غونډې وروستو له مطبوعاتو سره په خبرو کې د تحريک انصاف ګوند وياند د نعيم الحق وينا وه چې د کرپشن او په پانامه اسنادو د حکومت غير سنجيدګۍ خلاف به هره يوه قانوني دروازه ټکوي۔ او په ملک کې به له اووم اګسته د عمران خان په مشرۍ حکومت خلاف احتجاجي تحريک شروع کوي۔

(دا احتجاجي مارچ به په اووم اګست سهار له پېښوره شروع کېږي او عمران خان به هم پکې برخه اخلي۔ تر ټولې صوبې له تېرېدو پس به د جي ټي روډ له لارې اټک او بيا پنډۍ ته رسي۔ د دې مارچ بنيادي مقصد ولس له دې مسلېنه خبرول دی چې په ملک کې د حکومت تر سترګو لاندې په لويه کچه کرپشن روان دی۔ نو پکار ده چې ولس له هغې خبر شي۔"

بل خوا هم د اتوار په ورځ د عوامي تحريک ګوند او نورو اپوزيشن ګوندونو يوه قامي مشاورتې غونډه په لاهور کي وشوه چې پکې۲۵سياسي ګوندونو ګډون وکړو، له غونډي وروستو د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري د مطبوعاتو وړاندې شپږم اګست نه د حکومت خلاف تحريک قصاص په نوم د احتجاجي تحريک اعلان وکړو۔

کلپ۔۔

"ټولو ګوندونو نن په غونډه کې په متفقه توګه دا فيصله کړې چې په شپږم اګست به د ملک لوئې وړو ښارونو کې احتجاج کوو۔او د څو څو ګنټو علامتي دهرنې به هم کېږي۔او په دغه احتجاجي جلسو او دهرنو کې به د کرپټ عناصر د ختمولو،په پانامه اسنادو د انصاف،د ماډل ټاون لاهور شهيدانو لپاره د انصاف او قصاص او په ملک کې د ترهه ګرۍاو کرپشن ختمولو غوښتنې به کېږي۔"

خو د سياسي چارو کار پوه پروفيسر ډاکټر حسين سهروردی مشال ريډيو ته وويل چې د۲۰۱۴ کال درنو له وجې په حکومت څه لږ دباو پرېوتی وو۔ خو سږ کال د ولس لخوا په درنو کې د څه خاص ګډون تمه نشته نو دا شان د دې درنومثبتې نتېجې په لاس راتلل نه ښکاري۔

(جلسي جلوسونه يو جمهوري حق دی خو بدلون او انقلاب هلته کاميابه وي۔ چې د مينځنۍ طبقې خلککمزوري او غير مطمین وي۔ په پاکستان کې مينځنۍ طبقه ډيره مضبوطه ده، د هغې باوجود هم په د دغه طبقې په خلکو کې بدلون راغلی دی۔ خو دغه خلک مطمین دي۔ له عمران خان سره دا ځل داسې څه په زړه پورې نعره او اېجنډا نشته چې پرې عوام له کورونو بهر راوباسي۔ دا ځل په دې پارټيانو کې ډېر تقسيم راغلی دی۔ د تېر ځل په شان په خلکو کې جذبه هم نشته او تېر ځل چې کوم تعداد کې خلک راوتلي ول، دا ځل داسې نه ښکاري"

د پاکستان پيپلز ګوند به هم روانه مياشت د حکومت خلاف د درنو کولو يا د اپوزيشن په درنو کې د شامېلدو په اړه خپله کړنلاره [حکمتعملي] جوړه وي۔

په ۲۰۱۴م کال کې هم پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک د نواز شريف حکومت خلاف څلور مياشتې په اسلام اباد کې درنې کړې وې۔

XS
SM
MD
LG