پوله تر هغه وروسته وتړل شوه کله چې د پنج شنبې (زيارت) په ورځ د سپین بولدک له لوري ځينو کسانو پر ((باب دوستي)) لویه دروازه د ډبرو وارونه وکړل او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچوی.
په پاکستان کې ميشت سیکانو د پنجاب صوبې په ننکانه صاحب کې د سیکانو مذهبي مشر په نوم د ګورو نانک پوهنتون د جوړولو هرکلی کړی دی او ویلي چې دا ځل د پوهنتون جوړولو په لړ کې له ځنډهکار وانه خیستل شي.
له هند سره د مزاکراتو په اړه د پاکستان بهرنیوچارو ویاند ویلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو سېکټر خپل هندي هم منصب ته د کشمیر په معاملې د مزاکراتو بلنه ورکړې ده.
د پاکستان وزير اعظم نواز شريف په کوټه کې د ااګست میاشتې پر اتمه نېټه له ترهه ګرۍ ځپلیو کورنيو سره د مرستو ورکولو لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې جوړولو هدايات جاري کړي دي.
متحده قامي مومنېټ وايي، تر دې دمه يې يو سل دېرش نه سېوا کارکنان ورک دي خو امنیتي ادارې يې هېڅ درک نه ورکوي او زياتوي چې دا احتجاج به تر هغو روان وي چې د کارکنانو درک یې نه وي لګېدلی.
د نهې په ورځ د اسلام اباد په بني ګاله کې د تحريک انصاف مشر عمران خان رسنیو ته ويلي چې د وزير اعظم نواز شريف د کرپشن خلاف به سپريم کورټ ته ځي.
پښتنو ملتپالو ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې ميشت هغه افغان کډوالو ته دې چې دلته یې کورونه اخیستي دي او يا کاروبارونه کوي، اسانتېاوې ورکړل شي.
نوموړي دچاه بهار بندر په لړ کې وویل، چې دغه بندر د نړۍ سمندرونو ته د ایران یوه لار ده او د نړۍ هر هېواد له دغه بندره تجارتي ګټه پورته کولای شي.
د پاکستان وزير اعظم خارجه چارو مشير سرتاج عزيز د هند وزير اعظم نرېندرا مودي د بيان په ردی عمل کې ويلي دی چې په بلوچستان کې ترهه ګرۍ کې د هند لاس دی.
د پاکستان وفاقي حکومت د ترهګرۍ خاتمې لپاره جوړ کړل شوې پر قومي کړنلارې (نېشنل اېکشن پلان) د اغېزمن ګام اخیستو لپاره د لوړې کچې کمېټۍ جوړه کړې ده چې مشري یې د پاکستان وزیراعظم د قومي سلامتیا سلاکار یا مشیر ناصر خان جنجوعه ته سپارلې ده.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي دي چې عملیات ضرب عضب په خپلې اخري مرحله کې دې، ليدلي او ناليدلي دښمن ته به د تيښتې موقعه نه ورکړې کېږي او ورته يقين دې چې ډېر ژر به د هېواده د وسله والو خاتمه وکړې شي.
نور وښیئ