د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام آباد کې د پاکستان د سفيرانو درې ورځنۍ غونډه


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې د پاکستاني سفيرانو کنفرنس ته وويلي دي چې پاکستان د نړۍ د نورو ملکونو نه کومې هيلې لري نو پکار ده چې دا ملکونه د پاکستان دغه انديښنو ته خپل پام راوګرځوي.

په خارجه دفتر کې د پاکستاني سفيرانو درې ورځني کنفرنس اخري غونډې ته د وزيراعظم نواز شريف وينا وه چې دوي غواړي چې پاکستان ته کومې ستونزې رامخې ته دي نو دا اوس حل کيدل پکار دي نه چې دا نورې هم کړکيچنې شي،

د وزيراعظم وينا وه چې پاکستان چې د نورو ملکونو نه کوم اميدونه لري نو پکار ده چې دغه ملکونه د پاکستان دې انديښنو ته خپل پام راوګرځوي،

د پاکستان ډيري جايزې غوښتنې دي او ممکنه ده چې د نورو ملکونو به هم داسې جايزې غوښتنې وي او موږ له په هغې پوهيدل پکار دي نه چې صرف دا هيله لرو چې دا ملکونه به زموږ غوښتنې ومني او موږ به هيڅ نه کوو،

کنفرنس ته د وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز وويل چې پاکستان په دې سيمه کې يو مهم کردار لري او په نړيوال کچ د پاکستان خارجه پاليسي په صحيح لاره روانه ده، په تيرو وختونو کې نه صرف روس او اروپايي اتحادېي سره تعلقات مستحکم کړې شو بلکه مسلمان ملکونو سره اړيکو ته وده ورکول هم په ترجيحاتو کې شامل و،

پخوانې سفارتکار اياز وزير وايي چې په درسته نړۍ کې د سفيرانو دا قسمه کنفرنسونه کيږي چې پکې نه صرف دوي ته خبرونه ورکړې کيږي بلکه د هغوي نه هم معلومات اخلي،

د نوموړي په وينا چې خارجه وزارت دا ځل په امريکا، اروپا او ګاونډي ملکونو کې تعينات خپل سفيران دې کنفرنس لپاره رابللي دي نو داسې ښکاري چې دا ځل دوي د هند د انتظام لاندې کشمير کې روان تاو تريخوالي، د افغانستان او امريکا سره اړيکو او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ او نورو يو شمير معاملاتو جاج اخستې دې،

د ذکر ده چې د ګل د ورځې نه په اسلام آباد کې شورو شوې دې کنفرنس کې په کابل، نوي ډلي، بيجنګ، ماسکو، ويانا او واشنګټن کې تعينات پاکستاني سفيرانو نه علاوه په نړيوالو ادارو کې موجود د پاکستان غړو هم ګډون درلود.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG