د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند نوي وزیراعلی:د مذهبي لږکیو به پوره خیال ساتي.


د پاکستان د سیند صوبې نوي وزیراعلی سيد مراد علي شاه ویلي چې د مذهبي لږکیو او مېرمنو د حقونو به پوره خیال ساتي.

سید مراد علي شاه دا څرګندونې د جمعې په ماښام د سيند صوبې د اووه ويشتم وزیراعلی په توګه تر حلف اخیستو وروسته اسمبلۍ ته په وینا کې کړې دي.

مراد علي شاه وویل ، درغلۍ شته خو دوی به یې د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کوي.

مراد علي شاه له هغه وروسته د سيند نوی وزیراعلی وټاکل شو چې د پيپلز ګوند مشرانو اته کاله په دې څوکۍ له ناست قایم علي شاه څخه د استعفا اخیستو پرېکړه وکړه.

د پاکستان پيپلزپارټۍ وياند فرحت الله بابر د ګل په ورځ مشال راډیوته وویل چې د اعلا وزير بدلولو فېصله په دوبۍ کې د ګوند په غونډه کې شوې چې پکې د اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري ترڅنګ د سيند صوبې موجوده اعلا وزير قایم علي شاه، د کورنيو چارو صوبايي وزير سهېل انور سيال او د ګوند نورو چارواکو ګډون وکړو.

په سيند صوبه کې د رېنجرز د مودې په اړه د يو سوال په ځواب کې د پيپلز ګوند وياند وویل چې په دغه غونډه کې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې ولې نوی وزير اعلا به د خپلې کابينې په مشوره په صوبه کې د رېنجرز د واک او مودې غځولو فېصله کوي

تر دې وړاندې د رېنجرز د واک په اړه د نيم پوځي ځواک او صوبايي حکومت ترمېنځه لانجمن حالات رامخ ته شوي وو، د نيم پوځي ځواک مشر وئيلي وو چې دوي به خپلې کاروايۍ ټول سيند صوبې ته غځوي خو د صوبې اعلا وزير يې په غبرګون کې دا خبره رد کړې وه او ويلي يې وو چې رېنجرز يواځې په کراچۍ کې د وسله والو پرضد د کاروايي کولو اختيار لري.

ځيني راپورونه دا هم وايي چې د قایم علي شاه د بدلولو ترشا د رېنجرز په واک د هغه د ځينو اندېښنو څرګندونې دي چې له کبله یې د مرکز او صوبې سره سره د رېنجرز او صوبايي حکومت ترمېنځه حالات د خرابېدو لور ته روان شوي وو.

XS
SM
MD
LG