د پاکستان وزیراعظم نواز شریف قامي اسمبلې ته د خطاب پر وخت ویلي چې له ملکه به ترهګري په هر صورت ختموي او ضرب عضب عملیات او قومي کړنلاره به په هر صورت مکملوي.
پوځ، پارلېمان او عدلیه به له نوې سره لوړه او سوګند کوي چې د ترهګرۍ پرضد به د جګړې حالت اعلانوي.
د دوشنبې په سهار کوټه کې شوي ځانمرګي برید کې د دوه کېمره مينانو د وژنې وروسته په پاکستان کې د ۲۰۰۰م کال راهیسې د وژل شویو خبريالانو او کېمره مينانو شمير ۱۱۷ تنو ته ورسېد.
بېګا ماښام په پېښور پریس کلب کې د مدني ټولنو غړو د کوټي سیول روغتون د پرونۍ ځانمرګي برید پر ضد مظاهره وکړه.
د پاکستان د پولیو د مخینوي څانګه دعوا کوي چې ملک کې یې د پولیو په وایرس په لویه پېمانه قابو موندلې ده.
د مشال راډيو خبریال وايي، د بلوچستان وکيلانو اتحاديې پخوانی مشر بازمحمد کاکړ هم په دغه برید کې وژل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین پرون وویل، پولیسو د غه امریکايي وګړی په اسلام اباد کې په یو مېلمستون کې نیولی دی.
د کراچۍ ښار په حسرت موهاني کالونۍ ناپیژندل شوو وسله والو په یو هندو ډاکټر ډزې کړي دي او هغه يې وژلی دی.
دبرازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو لوبو کې برخه اخلي.
د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله ډلې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د کښېنستي پاکستاني هیلي کاپټر عمله د دوی په ولقه کې ده.
تحریک طالبان پاکستان وايي چې په افغانستان کې د لويدلې پاکستاني هېليکاپټرې کارکونکي د دوي په ولکه کې دي.
هلته د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه د شپې ناوخته پر ټوېټر په بیان کې وویل، د هغه هېواد پوځ مشر جنرال راحیل شریف ((په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ له مشر جنرال جان نېکولسن سره خبرې کړې دي او هغه ورته د ټولو ممکنه مرستو ډاډ ورکړی.))
نور وښیئ