د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده قامي مومنټ د پرویز خټک خلاف قرارداد وړاندې کړی


متحده قامي مومنټ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خېبرپښتونخوا وزیراعله پرویز خټک پرضد د ایين د ارټيکل شپږم لاندې د کارروايي کولو قرارداد جمع کړې دې، په قرارداد کې ياد ګوند ویلي دي چې پرویز خټک د احتجاج په وخت د خپلو بيانونو له لارې د صوبو ترمېنځ د نفرت او کرکې زياتولو کوښښ کړې دې.

د متحده قامي مومنټ دغه قرارداد چې د ګوند یو مشر فاروق ستار د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په سکټریټ کې وړاندې کړ،پکې ویل شوي دي پرویز خټک امنیتې ادارو ته دړکې ورکړي دي او باید نا اهله وګرځول شي.

خو بلخوا ځیني څیړونکي وایي که څه هم د صوبې یو لوړ پوړي چارواکي له داسې ژبه استمالول نه وو پکار، خو دغه یواځې یوه سیاسي مسله ده، او باید قانوني مسله ترې جوړه نه شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG