د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هند پاکستاني سفارت اته غړي جاسوسان دي'


پاکستان په اسلام اباد کې د هند های کمېشن کې د هند استخباراتي ادارو را او د ای بي د اتو کسانو د یوه نېټورک انکشاف کړی چې دوی په جاسوسۍ ککړ دي او له ډېرې مودې راهیسې یې د دوی څارنه کوله.

د زیارت په ورځ په خارجه چارو دفتر کې اونیزې خبري غونډې ته د یاد دفتر ویاند نفیس زکریا وینا وه دوی مایوسه شوې چې هند د خپلو ناوړه موخو لپاره خپل سفارتي مشن هم کاروي.

د خارجه چارو دفتر ویاند زیاتوي چې د هند په های کمېشن کې د هنداستخباراتي ادارې را په شپږو غړیو کې کمرشل قونصلر راجېش کمار اګني هوتري ، وړمبې د کمرشل سېکرېټري انور راګ سینګ، د ویزې افسر امر ديپ سینګ بټي، په نوره عمله کې دهرمیندرا سودي ، ویجې کمار او مادهون نندا کمار شامل دي.

ده وویل چې د هند ای بي په غړو کې د پرېس او کلتور سېکرېټر بلبیر سینګ ، او یوه بله افسره جیا بالن سینتل شامله ده.

نفیس زکریا وویل، باید چې په اسلام اباد کې د ټولو ملکونو سفارتونه د دې ملک د قانون او د ویانا کنوشن پابندی کوي.

د ذکر ده له دې وړاندې هند د پاکستان د هایې کمیشن یو افسر ته د هند پرېښودو حکم ورکړی وو او له دې سره سره هند په نوي ډيلي کې د پاکستان د های کمېشن یو افسر تر نیولو پس په څلورو نورو افسرانو اعتراض هم کړی وو او دا تور یې لګولې وو چې د پاکستان استخباراتي ادارې لپاره کار کوي.

په دې لړ کې د بهرنیو چارو کار پوه او پخوانې سفیر رستم شاه مومند وایې چې دا له یوه بله د پور اخیستو کشاله ده.په اوسني حالاتو کې پکار ده چې معاملات ښه کولو لپاره یو درېمګړی مداخلت وکړي.

،، دا له پیله له یوه بله غچ اخیستنه ده. هند د پاکستان تن وباسي نو پاکستان د هغوی هغه وباسي. پاکستان چې تور ولګوي نو هند د هغې په ځواب کې نور تورونه ولګوي. یو طرف ته دا ده نو بل طرف ته پر پوله ډزې وشي نو اوس پکار ده چې د نقصاناتو مخنیوی وشي، ځکه چې دا د دواړه ملکونو لپاره ډېره خطرناکه خبره ده. دواړو ملکونو ترمینځه چې اړیکې اوس څومره خرابې شوې دي نو دومره په دا اوسنۍ زمانه کې نه دي شوي. د تعلقات ښه کولو لپاره پکار ده چې امریکا او چین خپل رول ولوبوي او دا دواړه ملکونه په دې قانع کړی چې دا د چا په ګټه نه ده او دا صرف د دواړو ملکونو غریب ولس په تاوان ده.،،

د پاکستان او هند ترمېنځه تعلقات د تېرې څه مودې راهیسي د تاو تریخوالې ښکار دي او لاین اف کنټرول او په ورکنګ باونډري وخت په وخت د ډزو تبادله هم کوي.

XS
SM
MD
LG