د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک پتیلې چې هرومرو به اسلام اباد ته درومي


د پاکستان تحریک انصاف پلویان وایي، له صوابۍ او چچ انټرچېنج سره نژدې یې امنیتي ځواکونو د احتجاجي کاروان تیت و پرکولو لپاره اوښلن ګیس کارولی دی.

د دغه ګوند ځینو پلویانو مشال راډيو ته وویل، چې دوی په اسلام اباد کې د عمران خان کور لارې خلاصولو او د وفاقي حکومت پرضد د دویم نومبر پرلت (درنې) تیاریانو لپاره به په بني ګاله کې راغونډېږي خو حکومت ورته په لار کې خنډنونه جوړوي.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه ته امر کړی چې له سرکاري ټاکلي ځای پرته دې له پرلت یا درنې کولو ډډه وکړي.

عدالت په خپل امر کې ویلي چې په هېڅ حال کې به د اسلام اباد بندولو اجازت ور نه کړل شي.

بل پلو پاکستان تحریک انصاف وايي چې عدالت خو دا امر هم کړی چې هېڅ یوه لار دې په کنټېنرو نه بندېږي نو بیا ولې د اسلام اباد ښار ډېری لارې کوڅې په کنټېنرو بندې کړل شوې دي.

خو تحریک انصاف ګوند پتیلې چې هرومرو به د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې خپل احتجاجي پرلت (درنا) کوي.

په دې لړ کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د اتوار ورځ د نوښار په ماڼکي کې د خپل کړي اعلان سره سم په خپله مشرۍ کې د ګل/دوشنبې په ورځ د دغه ګوند یوه قافله د صوابۍ پر انټرچېنج راټوله کړه چې د اسلام اباد پر لوري وخوځېږي خو د دوفاقي حکومت امنیتيو ځواکونو یې پرمخ خنډونه جوړ کړي او هلته په الغاو تلغاو کې د قافلې پر ځینو کسانو اوښلن ګېس هم پاشل شوی دی.

د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې د اټک له حضرو سره د تحریک انصاف کارکنانو د پولیس یو شمېر ګاډو ته اورونه ورته کړي او پر لار جوړو خنډونو د له منځه وړلو هڅه کړې.

خو پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان بیا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک پر اعلان نیوکې کړې او ویلي یې دي چې یو صوبايي حکومت د وفاق پرضد کارول کېږي. ده ویل دا د وفاقي حکومت ذمه واري ده چې د دې مخه ونیسي.

چودری نثار وویل، دا چې کوم تخم کرلې کیږی نو خدای مه کړه دا به د پاکستان ولې وخوځوي، د جوهري طاقت لرلو په وجه پاکستان په نړۍ کې یو نوم لري او که چېرې د پاکستان پلازمېنه وتړل شي او د دې سپریم کورټ او تعلیمی ادارې او نور هر څه وتړل شي نو نوره نړۍ به د پاکستان دې مخ ته په څه نظر ګوري.؟

د کورنیو چارو وفاقي وزیر زیاته کړه چې، 'زه به خپله دا ذمه واري پوره کوم چې د اسلام آباد او پنډۍ د خلکو ژوند مخې ته هېڅ خنډ پیدا نه کړل شي، او دا هم زما ذمه واري ده چې د حکومت ټول دفترونه او اېوانونه پرانستلي وساتم.'

یاده دی وي چې پاکستان تحریک انصاف په پانامه اسنادو کي د وزیر اعظم نواز شریف د کورنۍ غړیو د نومونو په بنسټ له وزیر اعظمه د استعفا ورکولو او د پانامه اسنادو د بې طرفه پلټنو غوښتنې کوي او دې لپاره یې د نومبر پر ۲مه د اسلام آباد بندلو دړکه ورکړې ده.

په اسلام آباد او پنجاب صوبه کي تر دې دمه د پاکستان تحریک انصاف په سلګونو کارکنان نیول شوي دی او د لارو تړلو له وجې او د تحریک انصاف د کارکنانو په بني ګاله کي د راغونډېدلو له وجې د ګوند مشر عمران خان په بنې ګاله کې په خپل کور کې راګېر شوی دی.

XS
SM
MD
LG