د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف خپل احتجاج ختم کړ


پاکستان تحریک انصاف په اسلام اباد کې د خپل احتجاج ختمولو اعلان وکړی. نوموړي ګوند دا پرېکړه نن د پاکستان سپريم کورټ لخوا د پاناما اسنادو د پلټنې لپاره د کمېشن جوړولو تر پريکړې وروسته وکړه.

د پاناما اسنادو پلټنو لپاره د عدالتي کمیشن په جوړولو د سپریم کورټ فیصلې له راتلو پس د پاکستان تحریک انصاف مشرعمران خان په دويم نومبر د خپل پرلت (درنې) ځنډولو اعلان کړې او وايي چې دا به د مننې ورځې په توګه لمانځي.

په بني ګاله اسلام اباد کې له رسنیو سره د خبرو مهال عمران خان د سپریم کورټ پاناما اسنادو په اړه اورېدنه خپله اخلاقي بریا بللې او ویلي یې دي چې په تاریخ کې به په لومړي ځل له یوه زورور کسه پلټنې کېږي.

هغه خپلو کارکنانو ته وویل چې خپلو کورونو ته ستانه شی او سبا د نومبر دویمې نېټې غونډې لپاره دې تیاری وکړی.

ده ووېل چې موږ صرف دوه شرطونه اېښي ول چې یا دې نواز شریف استعفا ورکړې او یا دې پلټنې وشي.

"د سپریم کورټ په وینا موږ اوس دا فېصله کړې ده چې سبا له به موږ د الله شکر ادا کوو ، د تشکر ورځ به لمانځو. د اسلام اباد په پرېډ ګراونډ کې به لس لکه خلک راټولوو. زه ټولو پاکستانیانو ته وایم چې دا کومه بریا مو ترلاسه کړه نو دا د ټولو پاکستانیانو ده او په خاص توګه د هغه بې وزله خلکو د چا پیسه چې نواز شریف او درغلو یا کرپټو خلکو کوله."

تر دې وړاندې د عدالتي اورېدنې پر مهال وزیراعظم نواز شریف او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د پاناما اسنادو پلټونو لپاره د عدالتي کمیشن په جوړولو اتفاق کړی وو.

نن د پاکستان سپریم کورټ د فریقېنو لخوا پاناما اسنادو پلټونو لپاره تحقیقاتي کمیشن په جوړولو تر اتفاق وروسته د ضابطه کار غوښتنه کړې ده.

د کېس اورېدنه تر دریم نومبر پورې ځنډول شوې ده.

د چیف جسټس په مشرۍ کې جسټس آصف سعید کوسه ، جسټس امیر هاني مسلم، جسټس عظمت سعید شېخ او جسټس اعجازالحسن د دې کېس اورېدنه وکړه.

د اورېدنې پرمهال سپریم کورټ له وزیراعظم نواز شریفه او عمران خانه لیکلی ضمانت غوښتی چې د کمیشن فیصلې پابندي به لازمي وي او د کمېشن فیصله به د عدالت فیصله وي.

سپریم کورټ وویل چې عدالتي کمیشن ته به د سپریم کورټ غوندې اختیارات وي او کمیشن به عدالت ته رپورټ وړاندې کوي.

د اورېدنې مهال چیف جسټس انور ظهیر جمالي وویل چې له پاناما اسنادو ټول ملک متاثره شوی او د عدالت کار ملک له کړکېچه، او انتشاره ساتل دي.

د جسټس آصف سعید کوسه وینا وه چې د شخړو هواري لپاره تر ټولو لویه اداره سپریم کورټ دی، موږ دا معامله هوارول غواړو.

سپریم کورټ وزیراعظم نواز شریف او کورنۍ ته یې امر کړی چې په دوو ورځو کې دې خپل ځواب په عدالت کې داخل کړي.

د حکومتي وکیل وینا وه چې وزیراعظم نواز شریف د لندن جایداد پلټنو لپاره راضی دی او که تورونه ثابت شو نو وزیراعظم به د عدالت فیصله تسلیموي.

تر اوریدنې پس له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وینا وه چې د عدالت احترام کوي او هیله لري چې ډېره زر به دا معامله هواره شي.

د خواجه آصف په وینا اوس چې معامله په عدالت کې ده نو په سړکونو د احتجاج جواز نه جوړېږي.

دی زیاتوي، "د کوم عمل او اقداماتو چې سپریم کورټ اشاره ورکړې ده چې هغه به شروع شي نو موږ د عدالت په دې اقداماتو د اعتماد څرګندونه کوو. دا د پاکستان تر ټولو لوی عدالت دی. موږ د سیاسي کارکن په حیث او دا وخت چې له موږ سره د ملک اقتدار دی نو موږ ځان وړاندې کوو."

د ذکر ده هم نن سهار (نهې/سېشنبه) له مطبوعاتو سره په خبرو کې د عمران خان وینا چې بېګا شپه د خېبر پښتونخوا له اعلا وزیر پروېز خټک سره سم سلوک نه دی شوی. یو وارې بیا وزیراعظم نواز شریف د ملک د امنیت لپاره خطر ګرځولی او ویلي یې ول چې صوبایې کرکې ته وده ورکوي.

XS
SM
MD
LG