د لاسرسي ځای

په اسلام کې د فاټا اصلاحاتو په اړه بلل شوې یوې غونډې ته د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر وويل، که په فاتا کې امن راوستل وي نو د پاکستان دولت باید خپلې افغان تګلارې ته بیا کتنه وکړي. د نوموړي په خبره تر هغو چې په افغانستان کې امن نه وي پرځای شوی نو دلته امن راوستل ممکنه نه دی.

تر دغه غونډې وروسته چې فاټا څېړنیز مرکز او ذوالفقار شهید بوټو فاونډېشن جوړه کړې وه، سېنېټر فر حت الله بابر مشال راډيو ته وويل، که پاکستان دولت په قبايلي سيمو کې په ریښتونې معنا امن او اصلاحات راوستل غواړي نو پکار ده چې خپلې افغان تګلارې ته بیا کتنه وکړي.

سېنېټر بابر وویل، په قبايلي سيمو کې تر هغو اصلاحات نه شي راوستل کېدلی چې لومړی په فاټا کې پابندیانې نه وې ختم شوې او هلته هرې سيمې ته غځېدلې لارې لارې نه وي پرانستل شوې.

فرحت الله بابر زياته کړه چې د اصلاحاتو راوستو عمل زر تر زره تر سره کول پکار دي خو که دا دومره زر ممکنه نه وي نو کم از کم فاټا اصلاحاتي رپورټ منظورول پکار دي چې د مخکې راپورونو په شان له پامه و نه غورځول شي.

په غونډه کې د فاټا په خېبر پښتونخوا کې ورګډولو په اړه اندېښنې هم ښکاره شوې خو له خېبر اېجنسۍ د پارليمان غړي شاه جي ګل اپرېدي وويل چې فاټا ډېری وګړي له خېبر پښتونخوا سره یوځایکېدل غواړي او په دې کې د قبايلي ولس او صوبې دواړو ګټه ده.

فاټا کې د ښځو کردار په اړه سېنېټري روبينه خالد وويل، چې په فاټا کې ۵۲ فيصده د ښځو ابادي ده، اول خو پکار وه چې اصلاحاتي کمېټۍ په خپل رپورټ کې د قبايلي ښځو رایې هم اخيستې وئ خو دا و نه شوه نو اوس پکار ده چې هلته بلدياتي انتخابات وکړل شي چې دغه ښځې په مقامي کچه رامخکې شي، خپلې مسلې رواړاندې کړي او موږ ټول او دنيا ترې خبره کړي ځکه چې د ښځو له برخي بغېر په فاټا کې امن راوستل ممکنه نه ده.

په غونډه کې د ژوند له بېلابېلو برخو سره تعلق لرونکیو غړيو وويل چې قبايلي سيمه ځان ته صوبه ګرځول يا په خېبر پښتون خوا کې شامله ول په خپلځای خو تر دې وړاندې په فاټا کې ترقياتي کارونه پکار دي چې دغه سيمه د ترقۍ او نور ملک د امن په لور روان شي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG