د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د ډان ورځپاڼې د خبر د پلټنې لپاره کميټي ټاکو "


Pakistan - Pakistan's Interior Minister Chaudhry Nisar Ali Khan attends a news conference in Islamabad, Pakistan, May 24, 2016
Pakistan - Pakistan's Interior Minister Chaudhry Nisar Ali Khan attends a news conference in Islamabad, Pakistan, May 24, 2016

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان وايي د قامي سلامتۍ غونډي په اړه د خپور شوي خبر د پلټنو لپاره به د دوشنبې تر ورځې پورې تحقیقاتي کمیټي جوړه کړل شي.

نوموړي پرون په اسلام آباد کې خبريالانو ته وويل، د کمېټۍ مشر به د هايي کورټ يو متقاعد جج وي او پکې به نور لوړ پوړي افسران شامل وي.

جوهدري نثار علي خان زیاته کړه چې دا پلټني د اطلاعاتو د پخواني وزیر پرویز رشید پر ضد نه بلکې د هغو کسانو پر ضد کیږي چې د قامي سلامتۍ غونډي مالومات یې خپاره کړي دي.

د یادولو ده چې د پاکستان د پوځ او د ملکي حکومت ترمنځ د اختلافاتو خبر په پاکستانۍ ورځپاڼه ډان کې د تېرې میاشتې په شپږمه نېټه خپور شوی و چې په تعقیب یې د خبر لیکونکی سیریل المیډا له پاکستانه ممنوع الخروج اعلان کړی شوی و. خو وروسته چې په کورنۍ او نړیواله توګه د دې غبرګون مخې ته راغلو د نوموړي خبریال نوم د ممنوع الخروج لیسټ نه لرې کړل شو.

XS
SM
MD
LG