د پاکستان حکومت له جاپان او یونیسېف سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د ګوزڼ خطر لرونکیو سیمو نېږدې درې میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد ستنې لګول کېږي
د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به د راتلونکي کال تر پایه خپل هېواد ته ولېږل شي.
د ايف ډي ايم اې چارواکي وايي، د سرحداتو وزارت له لورې ورته پيسې نه دې ورکړل شوي نو ځکه دا ستونزه را پیدا شوې ده.
دجميعت علماء اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق غوښتنه کړی چې د سند صوبايي اسمبلي دې معطله کړل شي. نوموړي تور لګولی چې یاده اسمبلي په زور د مذهب د بدلولو خلاف قانون منظورولو په ترڅ کې غير اسلامي هلو ځلو ته وده ورکوي۔
د سېشنبې سهار د راولپنډې په جنرل هېډ کوارټر کې جنرل قمر جاوېد باجوه د پاکستان شپاړلسم پوځي مشر په توګه چارې سمبال کړې.
جنرال قمر باجوا د نهې په ورځ د پاکستان پوځ د نوي مشر په توګه خپل کار پیل کړ. د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د پوځ د مشرۍ سمبولیکه لښته جنرال قمر باجوا ته وسپارله.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي، چې له چارشنبې به له پاکستانه د راجستر افغان کډوالو خپل هېوادو ته د لېږلو لړۍ تر درو مياشتو وځنډوي.
د ګل په ورځ د قامي مالياتي کمېشن غونډه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ کې په اسلام آباد کې وشوه چې پکې د څلورو واړو صوبو د کمېشن غړیو ګډون وکړ.
د ۴۶ اربه ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه د چین حکومت لخوا په پاکستان کې شورو شوې
په لاهور کې د ډنمارک د یو کلتوري مرکز په مرسته، د ماشومانو د فلمونو نړیوال سیمینار د خالي په ورځ پای ته ورسېد.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف لفټننټ جنرال قمر باجوه د پوځ او لېفټننټ جنرال زبېر حیات چېرمېن جواینټ چیف اف سټاف کمیټۍ مشر ټاکلی دی.
دا څرګندونې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته وکړې.
نور وښیئ