د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن د معذورانو د نړيوالې ورځې په مناستب چارواکو د معيوبه خلکو د ژوند د ښه کولو وعدې او معيوبو کسانو د خپلو حقونو غوښتنې وکړي.
د پاکستان او چین ترمینځ تر اقتصادي راهدارۍ لاندې دواړو هېوادونو د رېل ګاډی او سمندر له لارې د مال رسولو لومړی سرویس د چارشنبې ورځ د چین له یونان صوبې له راونېدو سره سم په رسمي توګه پیل شو چې د .
لشکر جنګوي العالمي له سني سختدريځې ډلې لشکر جنګوي څخه بېله شوې يوه وسله واله ډله ده چې د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر لار روانه ده.
په خپلو خبرو کې نفیس زکریا وویل چې د اسیازړه کانفرنس د څوارلس ملکونومشترکه ذمه واري ده چې په افغانستان کې ثبات راولي.
د پاکستان حکومت له جاپان او یونیسېف سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د ګوزڼ خطر لرونکیو سیمو نېږدې درې میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد ستنې لګول کېږي
د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به د راتلونکي کال تر پایه خپل هېواد ته ولېږل شي.
د ايف ډي ايم اې چارواکي وايي، د سرحداتو وزارت له لورې ورته پيسې نه دې ورکړل شوي نو ځکه دا ستونزه را پیدا شوې ده.
دجميعت علماء اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق غوښتنه کړی چې د سند صوبايي اسمبلي دې معطله کړل شي. نوموړي تور لګولی چې یاده اسمبلي په زور د مذهب د بدلولو خلاف قانون منظورولو په ترڅ کې غير اسلامي هلو ځلو ته وده ورکوي۔
د سېشنبې سهار د راولپنډې په جنرل هېډ کوارټر کې جنرل قمر جاوېد باجوه د پاکستان شپاړلسم پوځي مشر په توګه چارې سمبال کړې.
جنرال قمر باجوا د نهې په ورځ د پاکستان پوځ د نوي مشر په توګه خپل کار پیل کړ. د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د پوځ د مشرۍ سمبولیکه لښته جنرال قمر باجوا ته وسپارله.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي، چې له چارشنبې به له پاکستانه د راجستر افغان کډوالو خپل هېوادو ته د لېږلو لړۍ تر درو مياشتو وځنډوي.
د ګل په ورځ د قامي مالياتي کمېشن غونډه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ کې په اسلام آباد کې وشوه چې پکې د څلورو واړو صوبو د کمېشن غړیو ګډون وکړ.
نور وښیئ