د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګډاني بېړۍ پېښه کې د مړو شمېره ۱۷ تنو ته وختله


د بلوچستان په ساحلي سیمه ګډاني کې د یوې سمندري بېړۍ د ماتولو او کباړولو پر مهال د اور لګېدو په پېښه کې د مړیو شمېره ۱۷ تنو ته ختلې ده او ۵۰ نور ژوبل دي.

په ګډاني کې یوه ځايي خبریال منظور حسېن مشال راډیو ته ویلي چې په بېړۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې مړه ژوبل ډېری د خېبر پښتونخوا وګړي دي.

د لسبيلې ضلعې مرستیال کمشنر سيد ذولفقار شاه مشال راډیو ته وويل، چاودنه هله وشوه چې په ګډانۍ کې مزدوران د یوې ناکاره بېړۍ په ماتولو بوخت ول.

د نوموړي په وينا چې دا یوه ستره بېړۍ وه او هلته د نښتو کسانو شمېر هم زیات وو او مرستندویانو ژوبل کسان روغتون ته ولېږدول.

(د ګډانۍ دغه سیمې ته سمندري بېړۍ (جهازونه) کباړولو او ماتولو ته وروړل کېږي. په ژوبلو کې هغه مزدوران ول چې بېړۍ یې ماتوله او دغه مهال یو ګېس سیلېنډر پرې چاودېدلی دی، د سمندري ځواک اوروژونکي د اور په وژلو بوخت دي.)

د اېدي کراچۍ ترجمان انور کاظمي مشال رېډيو ته وويل چې تر اوسه یې تقريبا پنځوس ژوبل کسان بېلا بېلو روغتونو وړي دي او وژل شوي کسان یې ضلعي انتطاميې ته سپارلي دي.

دی وايي چې د سوځېدو له کبله د وژل شویو کسانو پېژندګلو ګرانه ده او د هغوی ډي اېن اې ټېسټ پس به یې د هغوی خپلوانو ته سپاري.

د ضلعي انتظاميې او امدادي ادارو مطابق په غټه کچه اوور لګېدو له وجې په امدادي کاروايانو کې مشکلات هم رامخې ته شوي ول اوښايي چې د مړو او ژوبلو کسانو شمېره هم له دې وجې زیاته شوي وي.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناءالله زهري د ګډاني پر پېښه خپګان او خواشیني ښودلې او د روغتیا چارواکو ته امر کړی چې د پېښې ژوبلو کسانو په درملنه کې دې هېڅ کوتاهي نه کوي.

په ګډاني کې د ناکاره سمندري بېړیو ماتولو دا مرکز د پاکستان پر سمندري ساحل ۱۰کلوميټره غځېدلی دی او له کراچي څخه پر ۶۰ کلوميټره واټن پروت دی.

دا د لويو بېړيو او ګوټونو ماتولو په برخه کې د نړۍ درېيم تر ټولو لوی مرکز ګڼل کيږي چې تر ۶۰۰۰ زيات مزدوران پکې کار کوي، خو هلته د بنیادي اسانتیاوو د نيشتوالي له امله زياتره وخت دا ډول پیښې رامنځ ته کيږي.

د یادونې وړ ده چې پر ګډاني ساحل د سمندري بېړیو ماتولو او کباړولو دغه کاروبار تر ډېره د پښتنو په لاس کې دی.

XS
SM
MD
LG