د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف د اسلام اباد تړلو پر ځای د تشکر ورځ لمانځي


پاکستان تحريک انصاف د سپريم کورټ تر پرېکړې وروسته د چارشنبې ورځ د تشکر ورځې په توګه د لمانځلو اعلان کړې ده.

تر دې وړاندې دغه ګوند په پاناما اسنادو کې د نواز شريف د کورنی د غړيو نومونو په ډاګه کېدو وروسته له وزيراعظمه د استعفا غوښتنه کړې وه او د هم دې غوښتنې په حق کې يې د نومبر پر دویمه نېټه د اسلام اباد تړلو غږ کړی وو.

خو د پاکستان سپريم کورټ د نومبر په لومړۍ نيټه فيصله وکړه چې د پاناما اسنادو پلټنو په لړ کې به د طریقه کار ټاکلو فيصله عدالت په خپله کوي.

د لکونو پاڼو په اسنادو کې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د اولادونو ترڅنګ خپله د تحريک انصاف د ځينو مشرانو نومونونه هم په ډاګه شوي ول چې وايي دوی په بهرنیو هېوادونو کې په ناقانونه توګه کمپنيانې جوړې کړې دي.

عمران خان په اسلام اباد کې د لس لکه کسانو راغونډولو اعلان کړی وو خو چې کله یې وليدل چې حکومت يې د مخنيوي په لړ کې زياتې تيارياني کړي نو په مجبورۍ کې يې د دهرنې يا پرلت وهلو پرېکړه د تشکر په ورځ بدله کړه. ميا افتخار حسين

د واکمن او مسلم ليګ نواز د مشرانو ترمنځ د پانامه اسنادو د پلټڼو طريقه کار ټاکلو په اړه يو شمېر غونډې ناکامه شوې وې.

د سپریم کورټ تر فيصلې وروسته د تحريک انصاف مشر عمران خان د اسلام اباد تړلو پرېکړه بدله کړه او برعکس يې د نومبر دویمه نېټه د تشکر د ورځې په توګه د لمانځلو اعلان وکړ.

د نومبر د دویمې د احتجاج لپاره د هېواد له نورو برخو په تېره بيا له خيبر پښتونخوا په سلګونو کسانو اسلام اباد ته د رسېدو هڅه وکړه خو په لويو لارو کې د پوليسو او تحريک انصاف د غړيو ترمنځ نښتې وشوې او يو شمېر و هم نيول شو.

خو د سپريم کورټ تر فیصلې وروسته عمران خان ناڅاپه د اسلام اباد تړلو پرېکړه د تشکر په ورځ بدله کړه.

نوموړي ويلي چې دا دوی لويه بريا ده خو ځينې سياسي ګوندونه بيا برعکس نظر لري.

د تحريک انصاف په سلګونو غړيو اسلام اباد ته د ورننوتلو هڅه وکړه.
د تحريک انصاف په سلګونو غړيو اسلام اباد ته د ورننوتلو هڅه وکړه.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سيکرېټري جنرل ميا افتخار حسين وايي، عمران خان په اسلام اباد کې د لس لکه کسانو راغونډولو اعلان کړی وو خو د ده په وينا چې کله یې وليدل چې حکومت يې د مخنيوي په لړ کې زياتې تياريانې کړي نو په مجبورۍ کې يې د درنې يا پرلت وهلو پرېکړه د تشکر په ورځ بدله کړه.

په قامي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي غړی صاحبزاده طارق الله بيا د سپريم کورټ د هغې اورېدنې حواله ورکوي چې تېره مياشت يې د پاناما اسنادو په اړه کړې وه.

په دې اورېدنه کې سپريم کورټ د مقدمې اړونده کسانو ته نوټسونه ورکړي ول.

هم دې ته په اشاره سره صاحبزاده طارق الله وايي بايد عمران خان درنا ځنډولې وای.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، د سپريم کورټ اوسنۍ فيصله نه د عمران خان او نه هم د حکومت په ګټه ده بلکې له وجې يې په هېواد کې رامنځ ته شوی تاوتريخوالی کم شو.

XS
SM
MD
LG